دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 163788
غزنی ولایت کی ۲۱ تنه وسله وال وژل شوی
ویل کیږی، د غزني ولایت کی د جګړې پر مهال ۷۳ تنه وسله والو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،  د غزنی ولایت د زنه خان ولسوال احمدضیا یعقوبي نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې وسله والو طالبانو  پړون شپه د یاد ولایت په زنه خان او جغتو ولسوالیو بریدونه کړی دی.
هغوی زیاتوی، یاد وسله والو د دغه ولسوالۍ د مرکز په ۳ پوستونو بریدونه وکړلو چې په ترڅ کې یې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
دویی وایی، چې په جغتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۰ سرتري وژل شوي دی.
سرچینو زیاته کړه، چې وسله والو طالبان په شاه تمبول شوي او د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۱ وسله والو طالبانو وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcivpazvt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته