دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 167367
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او نورو سیاسی مشرانو څرګندونو په وړاندی غبرګون ښودلي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیوند د راتلونکو ټاکنو په تړاو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او نورو سیاسي مشرانو څرګندونو او غوښتنو په اړه غبرګون وښود.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په تړاو د ښاغلي حکمتیار پر څرګندونو نیوکه وکړه.
نوموړی د راجستر شویو رای ورکوونکو شمېر په اړه پوښتنه غیر عادلانه وباله او زیاته یې کړه چې د ټاکنو کمېسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره د څه باندې ۹ میلیون کسانو نومونه لیکلي دي او ټینګار یې وکړ که څوک په دې اړه کومه پوښتنه لري او دغه بهیر جعلي بولي نو په دې اړه باید اسناد وړاندې کړي.
ښاغلي هاشمي ومنله چې د ټاکنو کمېسیون د نوم لیکنې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په ببهیر کې یې ځینې نیمګړتیاوې لرلې خو ټینګار یې وکړ چې د ټاکنو کمېسیون به په تذکرو کې یې د لګول شویو سټېکرونو په وړاندې ځواب ویوونکي وي.
د ټاکنو کېسیون ویاند وویل چې د سیاسي ګوڼدونو مشرانو د ټاکنو په قانون کې د بدلون لپاره یوه طرح وړاندې کړي دي خو ښاغلي هاشمي وایي په لنډ وخت کې دا کار به ناشونې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو مشرانو د شنبې په ورځ د یوې غونډې په پایله کې له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښت چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه باطله اعلان کړي، په تاکنیز نظام کې بدلون رامنځته کړي، د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایومټریک تکنالوژۍ څخه کار واخلي او په ټاکنو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډې ورکړي.
په دغه غونډه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب باتور دوستم، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق، او د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني برخه اخیستې وه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل او د حراست او ثبات د رهبري شورا غړي یونس قانوني هم په دغه غونډه کې ګډون کړي و.
د دغو سیاسي ګوندونو او جریانونو مشران حکومت او ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړې که د هغوي غوښتنې یې ونه منلې نو دوی به د ټاکنو مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdcfvedyew6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته