دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 166498
په کونړ او ننګرهار کې هوایي بریدونه داعشیانو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې هوایي بریدونه د اسلامي دولت نومې ډلې او طالبانو اړوند وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغان پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي امریکایي ځواکونو تېره ورځ د کونړ ولایت په پیچ درې ولسوالی کې د وسله والو پر مواضعو هوایی بریدونه ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د بریدونو په ترڅ کې د داعش دوه غړي او یوه پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سیلاب قول اردو په وینا، د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې هم د ورته بریدونو په ترڅ کې د داعش ۷ غړي وژل شوي.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکي په کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو یا د تحریک طالبان پاکستان یو بل جګپوړي مشر هم وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستاني طالبانو دغه جګپوړي مشر چې ملا عمر رحمان سواتي نومیږی د سې شنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې وژل شوی.
باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې ملا سواتي د کونړ په شلتن ولسوالی کې وژل شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhmevouqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته