دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 161077
کندز ولایت کی ۲۵ تنه وسله والو وژل شوی
د کندز ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی افغان امنیتی ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یوي مدرسي هوایی عملیات کړی دی.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانسغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندز ولایت د پولیسو ویاند، انعام‎الدین رحماني نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې یاد عملیات پرمهال په مدرسه کې د ملابریاني په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دی.
دوی یلی،  نن ورځ غرمې مخکې ۱۰:۳۰جې افغان امنیتی ځواکونو د دشت ارچې ولسوالۍ په دفاني سیمه کې د طالبانو پر یوې مدرسې هوايي برید کړی دی.
ښاغلی رحماني زیاتوي، چې دې مدرسې ته د ملا بریان په نامه د کوټې شورا یو غړی راغلی وه او د قرآن کریم د حافظانو پګړۍ تړلو مراسم یې ترسره کول.
راپونه وایی، چې د برید پرمهال په مدرسه کې کابو ۲۰۰ کسانو شتون درلود.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdchqznzq23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته