کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز ولایت کی ۲۵ تنه وسله والو وژل شوی

13 حمل 1397 ساعت 18:07

د کندز ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی افغان امنیتی ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یوي مدرسي هوایی عملیات کړی دی.



دافغان غږ(آواغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندز ولایت د پولیسو ویاند، انعام‎الدین رحماني نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې یاد عملیات پرمهال په مدرسه کې د ملابریاني په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دی.
دوی یلی،  نن ورځ غرمې مخکې ۱۰:۳۰جې افغان امنیتی ځواکونو د دشت ارچې ولسوالۍ په دفاني سیمه کې د طالبانو پر یوې مدرسې هوايي برید کړی دی.
ښاغلی رحماني زیاتوي، چې دې مدرسې ته د ملا بریان په نامه د کوټې شورا یو غړی راغلی وه او د قرآن کریم د حافظانو پګړۍ تړلو مراسم یې ترسره کول.
راپونه وایی، چې د برید پرمهال په مدرسه کې کابو ۲۰۰ کسانو شتون درلود.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 161077

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161077/کندز-ولایت-کی-۲۵-تنه-وسله-والو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com