دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 159063
ماین تولیدوونکیو په وړاندې دې مبارزه نړیواله شي- عبدالله
د ماینونو د کارونې د مخنیوي کنوانسیون ته، چې ملګرو ملتونو را بللی؛ ماینونه د انساني او بشري تلفاتو ستر عامل یادیږي او له همدې کبله له نړۍ هم غوښتنه دا ده، چې په وړاندې یې مبارزه وشي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د ملګرو ملتونو د ماینونو د کارونې د مخنیوي د کنوانسیون په ناسته کې پر دې ټکي د ټینګار تر څنګ وویل، افغان حکومت له ماینونو سره مبارزې ته ژمن دی؛ خو اړتیا ده، چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه ګام پورته کړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ښاغلي عبدالله زیاتوي؛ مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د ماینونو د کارونې د مخنیوي ټولې لارې وکاروي او دا راز د ماینونو دتولیدونکیو، چمتو کوونکیو او نورو په خلاف ګام واخلي، که هغه دولتونه وي او یا که غیر دولتي  سازمانونه.
ښاغلی عبدالله ټینګار کوي، چې افغانستان د ماینونو ستر قرباني دی؛ خو په دې لار کې مبارزه باید ګډه وي.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې له ۱۹۸۹ څخه تر دې دمه ۳۰۰۰ کیلو مترمربع  ځمکه له ماینونو پاکه شوې او له جنګه پاتې شوي ۱۹ میلیون ماینونه او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې؛ افغانستان نه یوازې هڅه کوي، چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو په جنګونو کې کارول شوي زاړه ماینونه له منځه یوسي، بلکې دا هڅه هم کوي، چې د ترهګرو، داعش او طالبانو لخوا د سړک غاړې پرسونل ضد ماینونه او چاودیدونکي توکي هم خنثی او په وړاندې یې مبارزه وکړي.
هغه وایي؛ کله، چې ماینونه کارول کیږي، نه پوله پېژني او نه په قربانیانو کې توپیر . پر همدې بنسټ مونږ په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د یوې روښانه پرېکړې په تمه یو، چې ډ‌اډمن شو او ټول هېوادونه او ډلې له هیڅ ډول تړاو او تړښت پرته پوه شي، چې له ماینونو ګټه غیر انساني او غیر قانوني ده.
په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکۍ لسګونه موسسې فعاله دي؛ خو افغانستان له ښخ شویو ماینونو څخه په روانه جګړه کې پاک شوی نه دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmhevtuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته