د راپورونو له مخې یو شمېر فرانسوي او الجزایري وګړي چې په سوریه کې د داعش وسله والو په لیکو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کولې، په وروستیو کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته سفر کړی دی.
د فرانسې اي ایف پي خبرې اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه کسان د روان کال د نوامبر په میاشت کې له سوريې څخه وتلي او د افغانستان په شمال په جوزجان ولایت کې له داعش وسله والو سره یوځای شوي.
د سیاسي او امنیتي کارپوهانو په وینا، داعش وسله وال په عراق او سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې سخت ځپل شوي او په دې خاطر د دغې ډلې وسله وال هڅې کوي ترڅو خپل فعالیتونه بیرته په افغانستان کې پیل کړي.
په جوزجان کې د درزاب ولسوال باز محمد داور د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي چې د فرانسي او الجزایر یو شمېر وګړي د نوامبر په میاشت کې په دې ولسوالی کې ورغلي دي او د داعشیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې خپل فعلیتونه پیل کړي.
نومړی زیاته کړه، چې د هغوي په ډله کې دوه ښځې او د نورو هېوادونو وګړي د تاجکستان، ازبکستان او چیچین جنګیالي هم لیدل شوي.
په همدې حال کې د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري ویلي چې داعش وسله والو په درزاب ولسوالی کې تر اوسه ۵۰ ماشومان او په خپلو لیکو کې ګمارلي دي.