په افغانستان کې د القاعده ترهګرې شبکې یو لوړپوړی ډلمشر په ګډون لږ تر لږه ۸۰ تنه وسله وال د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د القاعده ډلمشر عمر خطاب مشهور په عمر منصور د ترهګرو ضد د عملیاتو په لړ کې وژل شوي.
ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې د الفاعده شبکې پر وړاندې عملیات په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې ترسره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ورته عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر القاعده وسله والو د هغوي لوړپوړي ډلمشرانو په ګډون وژل شوي.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنتاګون د روان کال په مارچ میاشت کې وویل چې د القاعده ترهګرې شبکې یو لوړپوړي قوماندان قاري یاسین د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې وژل شوی.
د پنتاګون له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، قاري یاسین د مارچ په ۱۹ نیټه کې د یو هوایي برید په پایله کې ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قاري یاسین د بلوچستان اصلي اوسېدونکې وه او د لسګونو عام وګړو او د دوه امریکایي سرتیري په وژنو کې لاس درلود.
د پنتاګون په وینا، قاري یاسین په ۲۰۰۸ کال کې په اسلام اباد کې پر ماریوټ هوټل برید او په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سری لنکا کرکټ لوبغاړو برید کې هم لاس درلود.