دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 153970
د ارزګان ولایت کی ۳ تنه وسله والو وژل شوي
راپونه وایی، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالې کې دری تنه وسله والو وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل یحیی علوي د سی شنبه په ورځ رسنیو ټه وایی، پرون شپه د یاد ولایت په چهارچینو کې د ملي اردو ځواکونو په بریدیونو کې دری تنه وسله والو وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي. سرچنیو زیاتیوی، د ملی اردو هوایي ځواکونو له‌خوا د ارزګان ولایت د ترینکوټ په لوېدیځ کې د دولت مخالفینو د ماین جوړولو او چاودېدونکو توکو یوه ډیپو هم په نښه شوې او له‌منځه تللی دی. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdca0en6w49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته