د ارزګان ولایت کی د سرې میاشتې خیریه مرسته یو شمیر بی ځایه شویو کورنیو سره د خوارکی او غیرخوارکي توکو مرسته وشوه.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ارزګان ولایت کې د سرې میاشتې خیریه ټولنې ریس سید محي الدین صدیقي په دی اړه نن ورځ رسنیوټه وویل: دغه مرستې د دی ولایت په مرکزترینکوټ کې بې ځايه شویو کورنیو سره چې په دې وروستیو کې د دولت مخالفینو له جنګ جګړو پناه وړې وه.
هغوی ویلی دی، چې یاد مرسته د ترینکوټ اړوند ګرم آب او ده کانو په سیمه کې، د۱۱۰هغو بې ځايه شویو کورنیو سره کړې.
ښاغلی صدقی زیاتیوی، دغه مرسته شویو توکو کې ۱۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.