دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 139130
دسردارمحمد داوودخان په روغتون بريد کوونکي يرغلګر ووژل شول
دسردارمحمدداوودخان په روغتون کې له ډاراچوونکو سره دامنيتي ځواکونو جګړه ديرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، يوامنيتي خبرځاى وايي چې امنيتي ځواکونو څوشيبې مخکې دسردارمحمد داوود خان په روغتون د تروريستي بريد ماجرا پاى ته ورسوله.
دغه خبرځاى وايي هغه ټول يرغلګر چې په دغه بريد کې لاس درلود وژل شوي دي.
په دې پيښه کې يوشميرهېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
يوشمير خبرځايونو دپنځلسو تنو دوژل کيدو او د٧٠ تنو نورو دټپي کيدو خبره کړې ده .
اوس امنيتي ځواکونه دروغتون په پلټنه اوساتنه بوخت دي او تراوسه پورې دغه روغتون ته غځيدلې لارې تړلې دي .
https://avapress.com/vdcc1oqsx2bq1s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته