کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دسردارمحمد داوودخان په روغتون بريد کوونکي يرغلګر ووژل شول

19 حوت 1395 ساعت 13:07

دسردارمحمدداوودخان په روغتون کې له ډاراچوونکو سره دامنيتي ځواکونو جګړه ديرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، يوامنيتي خبرځاى وايي چې امنيتي ځواکونو څوشيبې مخکې دسردارمحمد داوود خان په روغتون د تروريستي بريد ماجرا پاى ته ورسوله.
دغه خبرځاى وايي هغه ټول يرغلګر چې په دغه بريد کې لاس درلود وژل شوي دي.
په دې پيښه کې يوشميرهېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
يوشمير خبرځايونو دپنځلسو تنو دوژل کيدو او د٧٠ تنو نورو دټپي کيدو خبره کړې ده .
اوس امنيتي ځواکونه دروغتون په پلټنه اوساتنه بوخت دي او تراوسه پورې دغه روغتون ته غځيدلې لارې تړلې دي .


د مطلب کود: 139130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139130/دسردارمحمد-داوودخان-په-روغتون-بريد-کوونکي-يرغلګر-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com