دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 135362
جمهوررئیس غني د هېواد له یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره مشورتي ناسته وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې نن سهار د هېواد یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره وکتل.
په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول سیمه‌ییزو اړیکو، ملي بسیج او په جوزجان ولایت کې د وروستۍ پېښې په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس د غونډې برخه‌وال د جوزجان ولایت د وروستۍ پېښې په اړه د حکومت له اقداماتو خبر کړل وې ویل، په دې اړه د ملي امنیت شورا څو غونډې جوړې کړي دي چې دولت د پوره غور او دقت په نتیجه کې د قانون د حاکمیت اصل ته په پام موقف نیولی دی.
هغه زیاته کړه، دغه موضعګیري، مسئلې ته د رسیدګۍ په خاطر داسې لار نقشه تنظیموي چې د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې به قضیې ته رسیدګي وشي.
جمهوررئیس زیاته کړه: دا چې دغې پېښې په بېلابېلو دلایلو خلک متاثره کړي دي، نو لا زیاتو مشورو په ځانګړي ډول د جهادي، سیاسي او ملي شخصیتونو مشورو ته اړتیا لیدل کېږي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئیس حامدکرزي، جهادي رهبرانو حضرت صبغت‌الله مجددي او استاد عبدرب الرسول سیاف، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو عبدالرووف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار، محمد یونس قانوني، د سولې عالي شورا ستر مرستیال استاد محمدکریم خلیلي، هدایت‌امین ارسلا او محمداسماعیل خان هم د اجنډا په اړه خبرې وکړې.
د ناستې ګډونوالو د جوزجان د پېښې په اړه د اجماع درلودو او د حکومت له موقف څخه د ملاتړ تر څنګ خواشیني څرګنده کړه ټینګار یې وکړ چې دا پېښه باید په قاطعیت او بي طرفۍ سره د عدلي او قضايي مراجعو له‌خوا وارزول شي او نتایجو ته یې درناوی وشي.
قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس محمدیوسف حلیم وویل: تاسو ته ډاډ درکوم چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به په دې برخه کې په بشپړې بې طرفۍ سره قانون تطبیق شي.
همدارنګه جمهوررئیس د سیمې، ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او له سیاسي او اقتصادي پلوه یې دغه اړیکې خورا مهمې وبللې. هغه ټینګار وکړ چې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره باید د وړاندوینې وړ مناسبات ولرو.
سیاسي، جهادي او ملي شخصیتونو هم ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ـ په ځانګړي ډول د امنیت او اقتصاد په ډګر کې مهمه مسئله وبلله. هغوی د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د توجه وړ موضوعاتو پر بېلابېلو اړخونو او د امنیتي خطرونو د کموالي په اړه په دقت او مسوولیت منلو سره تفصیلي خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې په راتلونکو غونډو کې دې هم په دې اړه هراړخیز بحثونه وشي.
جمهوررئیس په پای کې یو ځل بیا د هېواد له ټولو سیاسي، جهادي او ملي شخصیتونو څخه د دوی د غوره مشورو له امله مننه وکړه وې ویل، د ملي سیاستونو د لا پياوړتیا په برخه کې ستاسو نظریات او وړاندیزونه ګټور او موثر تمامېږي.
https://avapress.com/vdcfvtdy0w6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته