دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 135068
د رئیس جمهور غنی دکتنی شرحه د امریکا د دفاع وزیر سره په کابل کی
محمد اشرف غنی د افغانستان اسلامی جمهوریت رییس جمهور، د جمعی د ورځی د ماسپشین وروسته د اشتون کارتر(دامریکا د دفاع وزیر) او ورسره هیئت سره یی چی افغانستان ته راغلی وو، کتنه وکړ.
د افغان غږ خبری آژانس په خبر ګزاری سره، په دا کتنه کی چی په ارګ کی ترسره سو د دواړو هیوادو لوړ پوړی مقامات هم شتون درلود، دواړه لوری د مختلفو موضوعاتو په اړه لکه مرستو، د امنیتی ځواکونو تقویت او تجهیز او داسی نورو موضوعاتو باندی خبری وکړ.
اشتون کارتر دی ته په اشاری سره چی افغانستان دامریکا د متحده ایالاتو د مهمو استراتیژیک شریکانو څخه دی د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه قدردانی وکړ او وویل: دا ځواکونه دا ثابت کړی دی چی ظرفیت او توان یی د تروریزم سره د مبارزی لپاره لوړ سوی دی او امریکا ددی ځواکونو د نور تجهیز او تمویل لپاره متعهده دی.
هغه اضافه کړ چی موږ به د افغانستان د هوایی ځواک په تمویل او تجهیزولو کی به هر جانبه مرستی ترسره کړو تر څو دا ځواکونه وکولای سی د ځمکنی ځواکونو ترڅنګ د تروریستی ډلو دمنځه وړلو لپاره ډیر لاسته راوړنی ولری.
همدارنګه د افغانستان رییس جمهور د امریکا د دفاع وزیر د راتګ څخه او د امریکا د متحده ایالاتو د دوامدار مرستو څخه بالخصوص د امنیتی ځواکونو په تمویل او تجیز کی، مننه وکړه.
ښاغلی غنی هم د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شجاعت او تواناییو څخه د تروریستانو دمنځه وړلو لپاره قدردانی وکړ.
رییس جمهور همدارنګه د جنرال نیکلسون دتلاشونو څخه د امنیتی او دفاعی ځواکونو د حمایت څخه مننه وکړه.
دواړه لوری د منطقی د امنیت پر مسایلو او د تروریزم سره د مبارزی لپاره ټینګار وکړاو همدارنګه په نظامی برخه کی د تغیراتو دراوستلو لپاره سره بحث وکړ.
ددی کتنی په آخر کی، ددی مرستو او قدردانیو لپاره اشتون کارتر ته د غازی محمد اکبر خان د عالی دولتی مدال ور تفویض کړ.
د هغه وروسته د هیواد رییس جمهور او د امریکا د دفاع وزیر په مشترک مطبوعاتی کنفرانس کی حضور پیدا کړ او دامریکا او افغانستان دهمکاریو په برخه کی معلومات ارائه کړ.
رییس جمهور غنی وویل: تاسو زموږ دوامدار همکار او همپیمانه یاست او پرتاسو باندی باور لرو.
رییس جمهور اضافه کړ چی په دوو تیر سوو کلو کی د امریکا اعتبار د افغانستان لپاره، د امنیت په برخه کی او دسولی دکلی په توګه د اهمیت وړ ګرځیدلی دی.
هغه وویل، هغه تصمیم چی تیر کال افغانستان واخیستل یو د تاریخی تصمیمونو څخه د همکاریو په برخه کی تلقی کیږی. رییس جمهور غنی تصریح کړ چی د پنځه کالو وروسته، د وارسا په کنفرانس کی د افغانستان ټول بین المللی شریکان د قاطع ماموریت په چوکات کی، خپل ملاتړ او پشتیبانی د افغانستان د امنیتی او دفاعی قواوو څخه اعلان کړ.
هغه د امریکایی ځواکونو مدیریت د کارتر تر مشری لاندی په نیکی سره یاد کړ او دهغوی د قربانیانو څخه چی په افغانستان کی ورکړی دی قدردانی وکړ.
په دی حال کی اشتون کارتر د امریکا د دفاع وزیر په دی مطبوعاتی کنفرانس کی، د رییس جمهور د میلمانه پالنی څخه مننه وکړه او وویل: دا زما څلورم سفر د امریکا د دفاع وزیر په حیث افغانستان ته دی او هر ځل چی داهیواد ته راغلی یم د ګرم ښه راغلاست سره مخ سوی یم.
هغه د خپل د راتګ هدف و افغانستان ته د امریکایی ځواکونوسره کتنه او همدارنګه درییس جمهور سره کتنه او ددواړه هیوادو د اړیکو پراخول وبوله.
د امریکا د دفاع وزیر، د رییس جمهور قاطعیت او رهبری د قدر وړ وبوله او همدارنګه درییس اجرائیه د تلاشونو او تعهداتو څخه په نیکی سره یادونه وکړ. هغه وویل، امریکا د افغانستان سره د ملګری او همکاره په حیث متعهده دی.
هغه وویل چی دافغانستان امنیتی ځواکونه او دفاعی ځواکونه د شجاعت څخه قدردانی وکړ او وویل، دا ځواکونه به ډیر کامیابیو ته لاسرسی پیدا کړی او په مقابل کی، طالبان به ونه سی کولای خپل شومو اهدافو ته ورسیږی.
د امریکا د دفاع وزیر د دری عمده تصمیمونو څخه یادونه وکړ او اضافه کړ چی زما د وړاندوینی په اساس تر ۲۰۱۷ م کال پوری به ۸۴۰۰ امریکایی عسکر په افغانستان کی پاته سی او هغوی ته ډیر صلاحیتونه ورکړل سوی دی.
هغه همدارنګه وویل، موږ خپل مالی مرستو ته د امنیتی او دفاعی ځواکونو سره ادامه ورکوو او دا مرستی به تر ۲۰۲۰ پوری ادامه پیدا کړی.
هغه د خبرو په ادامه کی وویل، جامعه جهانی د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکات کی د افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوی چی ددی هیوادو مرستی به تر ۲۰۲۰ پوری په کال کی ۵ میلیاردو دالرو ته ورسیږی.
هغه وویل چی ناتو ډیر عملیات د داعش د لمنځه وړلو لپاره ترسره کړی دی چی دهغه په ترڅ کی د داعش ډیر رهبران له منځه وړل سوی دی.
اشتون کارتر، د امریکایی ځواکونو د قربانی څخه په افغانستان کی هم قدر دانی وکړ او وویل: ددی عساکرو څخه ځینی د تروریزم سره د مبارزی لپاره خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه اضافه کړ چی موږ د افغانستان د باثباته او ترقی راتلونکی لپاره متعهده یو.
https://avapress.com/vdciqwazvt1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته