د ولسمشرمحمد اشرف غنی د حکم پربنسټ، محمد ګلاب منګل د ننګرهارولایت د والي په توګه ټاکل شوى دى.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ښاغلی منګل د ننګرهارولایت د والي په توګه د ټاکل شوي دي.
تر دې وړاندې سليم خان کندوزي د ننګرهارد والي په توګه دنده ترسره کوله، چې نوموړي له دې دندې څخه د هغه په وينا، د شخصي ستونزو له امله استعفا کړې وه.
ویل ګږی، چې محمد ګلاب منګل تردې وړاندې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير، د هلمند او لغمان ولایات د واليانو په توګه دندې ترسره کړې دي.