د ملي امنیت شورا ویاند وایي، چې دغه شورا د حکومت د سیمه ییزو ویاندانو د امنیت ساتلو لپاره پر یوې ځانګړې طرحې کارکوي .
تواب غورځنګ نن رسنیو ته وویل، چې دا خبره د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال فیض الله ذکي پرون د ۳۴ ولایتونو له ویاندانو او یو شمېر نورو مطبوعاتي مسولینو سره په ګډه ناسته کې کړې .
د ده په وینا دا طرحه به زر جوړه او د ملي امنیت د سلاکار او ولسمشر له نظره به تېره شي .
د غورځنګ په وینا سیمه ییزو ویاندانو د حکومت د لاسته راوړنو او ملي ځواکونو په ګټه د پياوړي کار ژمنه کړې، چې دوی یې د پوره تطبیق په هیله دي او زمینه سازي ورته کوي .
دا خبره په داسې حال کې ده، چې ډېرکله سیمه ییز حکومتي ویاندان پروخت رسنیو ته د معلوماتو په نه ورکولو تورنیږي، خو یو شمېر ویاندان امنیتي ستونزې د دې کارلامل ګڼي او وایي کافي امتیتي خوندیتوب نه لري .
یو شمېرخبریالان هیله من دي، چې د دې طرحې له جوړیدو او تطبیق سره به د دوی د معلوماتو په برخه کې ستونزه حل شي .