دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 113004
پوپل: د روزګان ولایت د ستونزو راپور مي ولسمشر ته چمتو کړی دی
د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د روزګان ولایت څخه لېدنه وکړه.
د دې لېدنې هدف دا و، چې د روزګان ولایت امنیتي، انکشافي او د حکومتولۍ وضیعت له نژدې وکتل شي او دپلاوي د ارزونو راپور د ولسمشر له دفتر سره شریک شي.
په دې وروستیو کې په روزګان ولایت کې امنیتي مشکلات ډېر شوي دي. د روزګان ولایت د خلکو غوښتنه دا وه، چې مرکزي دولت دې په هغه ولایت کې د ثبات دټینګښت لپاره، د مخورو قومي مشرانو او دیني عالمانو وړاندیزونه واوري.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، په دې لېدنه کې په روزګان ولایت کې د مېشتو ټولو قومونو له مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنې استازو او همدارنګه سیمه ییزو چارواکو سره لیدلي او هلته یې د سراسري امنیت د ټینګښت لپاره مشورې او بحثونه کړي دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس وایي، چې په روزګان ولایت کې یې له مخورو قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمه ییزو ادارو له مسوولینو سره د بحثونو او مشورو پر مهال هلته، د سیمه ییزو ادارو د ستونزو په اړه تفصیلي راپور د ولسمشر دفتر ته چمتو کړی دی.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوی رییس په خبره، د روزګان ولایت په ولسوالیو کې، د قومي جوړښتونو، سیمه ییزو ادارو کم رنګه حضور، له سیمه ییزو حساسیتونو او ارزښتونو سره د نامسوولانه برخوردونو له کبله یو شمېر مشکلات رامنځته شوي دي. د ده په خبره د دې ستونزو د هواري لپاره یې د ولسمشر دفتر ته په خپل راپور کې د خلکو وړاندیزونه هم ځای کړي دي.
د روزګان ولایت خلک په خپل ولایت کې، د ولایتي چارواکو او مسوولینو د عادلانه چلند، متوازنې اقتصادي ودې، د امنیتي ځواکونو خصوصاً پولیسو د تشکیل د زیاتېدو او په خپلو ټولو ولسوالیو کې د حکومتولۍ د بنسټونو د حضور او فعالیت غوښتونکي دي. په دې لېدنه کې، د یاد ولایت قومي مشرانو او دیني عالمانو له سیمه ییزو حساسیتونو او قومي جوړښتونو سره، د نا مسوولانه چلند او همدارنګه د هغه ولایت د نا امنه کولو لپاره د هېواد او خلکو د دښمنانو له فعالیتونو سر ټکوي.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس وایي، چې مرکزي حکومت په روزګان ولایت کې د موجودو ستونزو د هواري لپاره جدي تعهد لري او هلته به په لومړني ګام کې په سیمه ییزه اداره کې د خدماتو د عرضې د ښه والي په موخه مثبت او بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.
د روزګان ولایت په ولسوالیو کې د حکومتولۍ د بنسټونو ناموثره فعالیت او کم رنګه حضور دوه هغه عمده ستونزې وې، چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو لخوا، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له لوی رییس سره شریکې شوې. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د هېواد په ټولو ولسوالیو کې په ځانګړې توګه د عدلي او قضایي سکتور د بنسټونو د حضور د یقیني کولو لپاره د یوه ګډ میکانېزم پر رامنځته کولو کار کوي.
د سیمه ییزو ادارو د پالیسۍ د لارښوونې پر اساس، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره دنده لري، چې د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د حکومتولۍ د ټولو سکتورونو د خدماتو د موثرې او دوامدارې عرضې څخه اطمینان ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې په دې سفر کې، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې له لوی رییس سره، د ملي امنیت عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال متین بیک هم ملتیا کوله. د سیمه ییزو ادارو د ستونزو د قیقې ارزونې په موخه به دا ډول سفرونه په راتلونکې کې نورو ولایتونو ته هم ترسره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7x8zejh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته