دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 111509
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل، د سه شنبه پر ورځ د دوولسو ولایتونو د ولایتي شوراګانو له استازو سره په خبرو کې و ویل، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د برنامو د ملاتړ او د نړېوالې ټولنې د بسپنې د جذب په منظور د یوه وجهي صندوق پر رامنځته کولو کار کوي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس زیاته کړه، چې په دې وجهي صندوق کې به، د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملاتړ لپاره د نړېوالې ټولنې تخصیص شوې بسپنې راټولېږي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د لومړیتوبونو او برنامو په تطبیق کې به استفاده ترې کېږي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس و ویل: (( موږ د سیمه ییزو ادارو د پالیسۍ د لرلید سره سم،پر متوازن سیمه ییز انکشاف او د نړېوالې ټولنې د مرستو پر شفاف لګښت باور لرو. دا کار هله کېدلای شي، چې د نړېوالې ټولنې مرستې د سیمه ییزې حکومتولۍ د لومړیتوبونو او برنامو پر اساس ولګېږي.
)) د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوی رییس په وینا، په دې وجهي صندوق کې د راټولېدونکې مرستې له لګښت څخه، د افغان دولت او نړېوالې ټولنې د دوه اړخیز نظارت لپاره به ځانګړی میکانیزم رامنځته کېږي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، د ولایتي شوراګانونو د استازو د یو شمېر ستونزو تر اوریدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د ولایتي شوراګانونو د تدارکاتي او نورو ورته ستونزو د هواري په موخه به ځانګړې پرمختیایي برنامه رامنځته کوي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوی رییس په وینا، ولایتي شوراګانې د خلکو له استازیتوب سره د مربوطو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره، یو لړ منابعو ته ضرورت لري او د هغو منابعو د ترلاسه کولو لپاره له نړېوالې ټولنې سره د دوی خبرې روانې دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولایتي شوراګانو د چارو د همغږۍ دعمومي ریاست له لوري د افغانستان د دوولسو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي د دوه ورځني روزنیز ورکشاپ لپاره کابل ته رابلل شوي وو.
په دې  ورکشاپ کې د شوراګانو استازو ته، د دوی د ندو او چارو سره اړوندې پالیسۍ او قوانین تشریح شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxsqso2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې