دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 107096
د هېواد امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له وسله والو څخه د سیمو د پاکولو په موخه شدید چاڼیز عملیات لاهم دوام لرِي

په سنګین کې روان عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام دی او دا د امنیتي ځواکونو د پياوړتیاوو ښکارندویي کوي.
دا عملیات په وروستیو کې پیل شوي دي او سلګونه تنه امنیتي سرتیرو پکې ګډون کړی دي او لاهم دوام لري .
د سنګین ډیري کلي له وسله والو څخه پاک شوي دي او وسله والو ته پکې درانه تلفات هم اوښتي دي.
د سنګین په بوستان زوی او شکر شیله کلي کې ۲۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.
په دغو عملیاتو کې یو شمیر مهمات او ۱۶ کړې ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف شوي دي.
همدا شان د ملی پولیسو د یو بل چاڼېزعملیات په لړ کی چی د یاد ولایت د موسی قلعه او بغران ولسوالیو کی چی تېره ورځ ترسره کړل، ۵ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نوریې ټپيان شوي دي .به دغه عملیات کې ۶ کړي ماینونه هم د ملی پولیسو له لوري کشف شوي دي.
د هېواد امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت وړتیا لري او کولای شي چې د ترهګریزو ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci3yazqt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته