دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 151377
یوناما: په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات ډیر شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د تېر کال ۲۰۱۶ په پرتله په هوايي بمباریو کې د ملکي تلفاتو شمېره ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.


د راپور سره سم د روان کال ۲۰۱۷ له پيله بیا د سپتمبر تر پایه ټول ۲۰۵ ملکي وګړي په بمباریو کې وژل شوي دي او ۲۶۱ نور ټپيان شوي دي، چې په هغو کې یې اکثره برخه د افغان هوايي ځواکونو مسؤولیت بللی او یوازي ۳۸ سلنه یې د بهرنیو ځواکونو مسؤولیت ګڼلی دی.
د یوناما اداره د کال ۲۰۰۹ څخه هرې درې میاشتې، شپږ میاشتې او یو کال وروسته وروسته د ملکي تلفاتو راپور خپروي او په دغه راپورونو کې یوازي د ملکي تلفاتو شمېره په ګوته کوي.
په راپور کې راغلي: «يوناما د ٢٠١٧ کال د جنوري د لومړۍ څخه د سپتمبر تر ٣٠ پورې ټول ټال ٨٠١٩ ملکي تلفات (٢۶۴٠ مړه او ۵٣٧٩ ټپيان)
مستند کړي، چې په ټوليز ډول دا د ٢٠١۶ د ورته مودې په پرتله ملکي تلفاتو کې شپږ سلنه کموالی په ډاګه کوي. په داسې حال کې چې د ملکي کسانو مړينه يوه سلنه زياته شوې خو د ټپي شويو ملکي وګړو شمير بيا نھه سلنه راکمه شوې. »
په راپور کې هوايي بمباریو ته په اشاره ویل شوي: « يوناما د ھوايي بريدونو په نتيجه کې په خاص ډول د ښځو او ماشومانو په منځ کې د ملکي تلفاتو په برخه کې د دوامداره زياتوالی په اړه خپله اندٻښنه بيا تکراروي. يوناما د ٢٠١٧ کال د لومړيو نھو مياشتو په ترڅ کې ټول ټال ۴۶۶ ملکي تلفات (٢٠۵ مړينې او ٢۶١ ټپيان) مستند کړي، چې دا د ٢٠١۶ کال د ورته مودې په پرتله د ھوايي بريدونو په نتيجه کې د ملکي تلفاتو په برخه کې ۵٢ سلنه زياتوالی ښيي. ښځې او ماشومان د ھوايي بريدونو په پايله کې د را منځ ته شويو ملکي تلفاتو دوه پر دريمه – ٪۶٨ جوړوي. يوناما د ھوايي بريدونو په نتيجه کې ٣٨ سلنه ملکي تلفات د نړيوالو ځواکونو ھوايي بريدونو ته منسوب کړي.»
د یادونې وړ ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هم امریکايي ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې پر دوو کورونو بمبار وکړ چې له امله یې شاوخوا شل تنه ملکیان ووژل شول.
که څه هم د کونړ د والي ویاند ادعا کړې چې په نښه شوي کسان داعشیان وه خو د سیمي اوسیدونکو او ازادو سرچینو د پيښې قربانیان ټوله ملکي وګړي بللي چې د یوه کلي څخه بل کلي ته د واده په خوښيو کې د ګډون لپاره روان وه.
باید وویل شي چې یوازي تېره میاشت سپتمبر امریکايي ځواکونو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ۷۵۱ بمونه غورځولي دي چې د تیرو میاشتو په نسبت ریکارډ زیاتوالی بلل کیږي، دا چې په دغه بمباریو کې څومره داعش، څومره طالبان او ملکیان وژل شوي دی، په دې اړه تر اوسه معلومات نشته او موندل یې هم ځکه سخت دي چې دغه بمبارۍ اکثره په کلیوالو سیمو کې شوي دي.

https://avapress.com/vdcjavevauqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته