د غزني د واعظ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال سید احمد چې په مولوي حیدري مشهور و او د هغه درې ملګري نیول شوي دي.
د غزني سیمه ییز چارواکي وایي سید احمد چې په زیاتو ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس درلود، نن چهارشنبې سهار د امنیتي ځواکونو د (ضرب سلطان) په نوم عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د هیواد له مرکزي ولایتونو څخه یې وسله وال مخالفین یې په ځينو برخو کې پراخ حضور لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)