د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي د پولیسو د ځانګړو قطعو سرتیرو په دغه ولایت کې د چاودیدونکو توکو یو انبار کشف او ضبت کړی.
د صدای افغان خبری آژانس، دغه وزارت نن (یکشنبه، د غویي لسمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا انبار د بګرامولسوالۍ په صیاد سیمه کې موندل شوی چې ۱۰۰۰ کیلوګرامه توکي پکې و.
تر اوسه دغه موادو سره د تړاو په تور څوک نه دي نیول شوي خو چارواکي وایي پلټنې یې پیل کړي دي.
پروان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وخت نا وخته ترې د ترهګریزو بریدونو او چاودنو راپورونه خپریږي.