دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 75026
ملا معتصم اغا جان: طالبان د خبرو له لارې سوله غواړي
تاند- د طالبانو یو پخوانی مشر وايي، د افغان طالبانو اکثریت د سولې د خبرواترو غوښتونکی دی خو دوی د خپل نظر څرګندولو ته د سخت دریځو له لوري، چې د دغه تحریک تبلیغاتي ماشین یې په کنټرول کې دی، نه پرېښودل کېږي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ملا اغا جان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د مالیې وزیر و، وویل: په وروستیو کلونو کې د ملامحمد عمر په نوم په خپرو شویو اعلامیو کې د نوموړي حقیقي نظرونه نه دي منعکس شوي.

ده ګارډین ورځپاڼې ته وویل:«له بده مرغه د طالبانو په تحریک کې سخت دریځي او افراطیان شته چې د ملاعمر نوم کاروي. که د ده پیغامونه تصویري (ویدیويي) یا صوتي وای، موږ به پېژندلي وای چې دا ملا محمد عمر دی. خو جګړه غوښتونکو د ده له نومه د کار اخیستلو کنټرول په لاس کې اخیستی دی او خپل پیغامونه د ملا عمر په نوم خپروي.»

ملا اغا جان معتصم دوه کاله پخوا په کراچۍ کې له ویشتل کېدو او ټپي کېدو وروسته د ترکیې په انقره کې اوسي.

ده تر دې مخکې تاند ته په رالېږلو لیکنو کې د سولې او پخلاینې پر امکاناتو او د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړي دي.

ګارډین ورځپاڼه وايي، له ۲۰۰۱ څخه، چې د طالبانو رژیم پرزول شوی دی، د ملا محمد عمر داسي کره ویدیو یا ادیو نه ده خپره شوې چې ثابته کړي د طالبانو د مشر ده. دې مسلې بېلابېلو ډلو ته موقع په لاس ورکړې چې د ملاعمر په نوم د اقداماتو ادعا وکړي. داسي شکونه او اوازې هم شته چې ممکن د طالبانو مشر پخوا لا وژل شوی یا مړ شوی وي.

خو ښاغلی معتصم وايي چې ملا عمر ژوندی دی خو د طالبانو پر اعلامیو او له بهر سره د تماسونو کنټرول یې له لاسه ورکړی دی ځکه چې د بې پېلوټه الوتکو حملو د ملاعمر ژوند له خطر سره مخامخ کړی او له خپلو پلویانو سره یې د ده د اړیکو مخه نیولې ده.

ملا معتصم وايي، ملا عمر په سختو شرایطو کې، کله یو ځای او کله بل ځای اوسي، خپل، نظر، پیغام او ږغ نه شي خپرولی. د ده نوم په تور لیست کې دی او پرې لویه جایزه اېښودل شوې ده.

ملا اغا جان معتصم وویل:« د طالبانو د متوسطې طبقې او په جګړه کې د شاملو کسانو اکثریت باور لري چې په جګړې مشکل نه حل کېږي. دوی دا مني چې له دې حالته د وتلو او سولې ته د رسېدو لار خبرې دي. طالبان په دې پوهېږي چې که په جګړه کې بریالي هم شي دا به کامیابي نه وي.»

ده زیاته کړه: «که موږ کابل ونیسو حکومت نه شو اداره کولی، لومړنی شی چې موږ به ورته اړتیا لرو ډاکتران او نور په کار پوه کسان دي چې موږ یې نه لرو. له ټولې وینې بهېدنې وروسته بالاخره باید له هغه چا سره ګډ کار وکړو چې راسره جنګېږي.»

معتصم تر ټپي کېدو مخکې د کوټې د شورا د سیاسي کمېټې ريیس و. پر ده په ۲۰۰۹ کال د خیانت تور ولګول شو خو لوېدیځ دیپلوماتان وايي چې معتصم د دې لپاره تورن شو چې د سولې غوښتونکی و.

پر ده د ۲۰۱۱ کال په اګست کې ګڼې ډزې وشوې خو ونه وژل شو او له کراچۍ څخه ترکیې ته وتښتېد.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې پر معتصم چا ډزې کړې وې. لوېدیځوال ګومان کوي چې یا به القاعده او یا هم سخت دریځو طالبانو کړي وي خو دا هم ویل کېږي چې ممکن آی ایس آی کړي وي.

ملا معتصم وايي چې لا هم ځان د طالبانو یو مشر ګڼي او ادعا لري چې د طالبانو په تحریک کې د پام وړ نفوذ لري.

ده وویل:«زه په خپلو طالبانو کې، که هغه جنګیالي دي او که په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي، ملاتړي لرم. زه دوی ته سپارښتنې کوم او دوی له ما مشورې غواړي. نه یوازې زه د طالبانو یو مشر یم بلکې یو ډېر فعال طالب مشر یم. زه تر هر چا زیات د ملا محمد عمر نظرونه ښه اجرا کوم. زه به نرم دریځي طالبان سوله ییزې حل لارې ته هدایت کړم.»

ده په انقره کې خپل موجودیت تر پاکستان ښه وباله، ویې ویل:«دلته زه له ښه امنیته برخمن یم او لا په اسانه له تحریک سره تماسونه نیولی شم. په جنوب، ختیځ او لوېدیځ کې له قومندانانو سره په مستقیم ارتباط کې یم.»

د ګارډین په وینا ځینو لوېدیځو سرچینو هم له طالب قومندانانو سره د ملا معتصم اغا جان تماسونه تایید کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnq.23nmidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته