دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 145324
قدس د اسراییل او اعرابو هملاریتوب قربانی
اسراییل کانس؛ د اسراییل رژیم امنیت وزیر د عربستان د شاه څخه وغوښته ترڅو په یو رسمی سفر کی، محمد بن سلمان؛ ددی رژیم تازه معرفی سوی ولیعهد تلاویو ته واستوی.
اسراییلی ورځپاڼه هاآرتص لیکی: کاتس د پنجشنبه په ورځ د هرتزلیا په ناسته کی وویل چی د ایران او اسراییل ترمنځ اختلافات، ښه زمینه د عربی هیوادونو سره مرستی لپاره برابر کړی دی او امریکا په هغه نفوذ سره چی د خلیج فارس پر هیوادونو باندی لری، دا زمینه برابره کړی.
کاتس وویل: موږ په یو مشخص لاره کی قرار لرو او باید پر یو مشخص مقصد باندی تمرکز وکړو.
ریاض باید د خلیج فارس هیوادونه اسراییل ته د نږدی کیدو لپاره تحریک کړی. دا هیوادونه باید د اسراییل سره اقتصادی تبادلاتو په فکر کی وی او د تلاویو سره ښه اړیکی پیدا کړی.
هغه عربستان یو لوی او تاثیر ګزاره هیواد په سیمه کی وبلل او د ریاض څخه وغوښته ترڅو په نږدی راتلونکی کی، د دواړو لورو ترمنځ د خبرواترو لپاره زمینه برابره کړی.
د هغه په وینا، د اسراییل سره د عربی هیوادونو نږدیتوب، په فلسطین کی د دایمی سولی لپاره زمینه برابره کړی.
د اسراییلی وزیر رسمی دعوت د سعودی ولیعهد څخه و تلاویو ته د قدس نړیوالی ورځی سره همزمانه، د اسلام نړۍ او عرب ناظرانو په نظر، د مسلمانانو لمړۍ قبله تراژیک او فاجعه باره وضعیت ښودونکی دی؛ هغه مقدس آرمان چی د بی کفایته، مزدور، او عرب نړۍ سرسپارلی حکام له لوری، د اعرابو او مسلمانانو قسم خوړلۍ دشمن سره اړیکی عادی کولو له لاری قرار ونیسی.
د قدس هیلی د همغه لمړۍ سرنه د عرب مزدور او منحط رژیمونو لپاره، راهبردی لمړیتوب او استراتژیک ارزښت نه درلود؛ خو هغوی هیڅ وخت حاضر وخت په شان د نړۍ مسلمانانو مقدس او تاریخی هیلو معامله باندی دومره جدی او علنی توګه عمل ته نه وو وارد سوی.
په خاورمیانه کی سیاسی جاری بدلونونه او د امریکا او اسراییل لاس کښیناستل سوی شاهزاده ګانو پرکار راتلل د وحی پر ځمکی باندی ددی پیښو اساسی عواملو څخه دی.
سعودی رژیم چی ځان د اسلام نړۍ مشر یا رهبر بولی او په همدی دلیل، د مسلمانانو جمعی برخلیک او هیلو سره هر ډول معامله د هغه جملی څخه د قدس آزادی، د خپل خونی دشمنانو سره، ترسره کړی، مشروع او مجاز دی، د ایران اسلامی جمهوری دولت سره خپل سیاسی او ایدئولوژیک اختلافاتو لویونی سره، هڅه کوی ترڅو د ایران خطر د اسراییل خطرځایناستی د اعرابو او مسملمانانو لپاره کړی او په دی ترتیب، داسی شکاره کړی چی اسراییل د اسلام دشمن نه دی او د قدس آزادی تاریخی هیلی څخه هم لیری سی.
دا یواځنۍ هیله دی چی اسراییل د سعودی رژیمونو څخه لری.
هغه منفی غبرګونونه چی په اخیرو کلونو کی په ټوله نړۍ کی د لاریونونو له لاری د قدس نړیوال ورځ لپاره او د اسراییل جنایتونو په وړاندی، شکاره کیږی هم په همدی ځای کی معنی پیدا کوی.
منتقدان د قدس نړیوالی ورځی لاریونونه په افغانستان او نړۍ نورو سیمو کی، غالبآ استدلال کوی چی په داسی حال کی چی هر اسلامی هیواد په یو بل غزه باندی بدل سوی دی، څه اړتیا سته چی د قدس آزادی هیلو څخه او د فلسطین خلګو څخه د اسراییل په وړړاندی ملاتړ وکړی او اعتراض او لاریونونو باندی لاس پوری کړی؟
دا انحرافی استدلال چی عرب او منحط رژیمونو په هڅو سره د ټولو مسلمانانو ذهنونه د اسراییل دشمنۍ څخه د ایران ولوری ته اړولو لپاره ترسره کوی، په یو لوری کی قرار لری؛ ځکه چی نتیجه یی، دمسلمانانو مقدس هیلی او د مسلمانانو لمړۍ قبله پاته کیدل و اسراییلو ته دی.
دا په داسی حال کی دی چی هغه خراب وضعیت چی په نورو اسلامی هیوادونو لکه سوریه او یمن او افغانستان او عراق او... کی جریان لری هم د اسراییل او بین المللی ملاتړ کوونو مستقیم سیاستونو نتیجه دی او ترڅو چی دا سرطانی غده له منځه یونه وړل سی، او په اسلام او عرب کی سیمه ایز مزدوران د مسلمانانو پر برخلیک باندی د سروری څخه هیڅته نه سیاو تروریستی ډلی چی د اسراییل او سیمه ایز مزدورانو مشترک محصول دی له منځه یونه وړل سی، نه سو کولای چی په نورو اسلامی هیوادونو کی د سولی او ثبات هیلی ولرو. بنا پردی، د قدس آزادی هیلی په نورو اسلامی هیوادونو کی د سولی او آزادی سره مستقیم تړاو لری.
https://avapress.com/vdcewn8zejh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته