دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 151381
دایران ستر ملت هیڅ چا ته سر نه ټیټوی
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې کنځلې او دایران د ستر ملت پرضد له چټی تورونو ډکې وبللې .



هغه دامریکا د ولسمشر ټرمپ د ایران ضد څرګندونو ته په غبرګون کښې بیګا په ټیلی ویژن ژوندې وینا کښې دایران په چارو کښې د امریکا  لاسوهنوته په اشارې سره وویل دایران ملت داسې ملت نه دی چې په ناروا او نفرت رامینځته کونکو خبرو سره وغواړی یوه(۱) دیکتاتور(ډونالډ ټرمپ) ته سر ټیټ کړی  او دایران ستر ملت تراوسه هیڅ قدرت ته نه  دی تسلیم شوی او نه به تسلیم شی .

دایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ وینا وښودله چې اټومی موافقه له هغه څخه پیاوړی ده چې ټرمپ  د ولسمشرۍ د سیالیو په وخت فکر کاوه او امریکا نن سبا د اټومی موافقې په  وړاندې او دایران دملت پرضد په خپلو دسیسو کښې له مخکې څخه زیاته یوازې(تنها) ده .

هغه جوته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ بیګا وښودله امریکا نن سبا دتاریخی واقعیتونو ، حقوقی او نړیوالو جوړښتونو او حتی دخپلو اروپایی هم تړونه هیوادونو له څومره ستر اختلاف سره مخ شوی ده .

دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز ددښمانانو په وړاندې د دفاعی قدرت په پیاوړتیا ټینګار سره  وویل د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک  دترهګرۍ په وړاندې دسیمې دملتونو په څنګ کښې ولاړ دی .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت په صراحت سره په سیمه کښې د ترهګرۍ په وړاندې ولاړ دی  دهماغه ترهګرو په مقابل کښې چې په خپله  ټرمپ دتیر میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکمپاین په وخت ویلی وو داعش ډله  دامریکا حکومت جوړه کړی ده .

له څو اونیو رسندوی شور ماشور وروسته سپینې ماڼۍ پرون دایران او داټومی موافقې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوی او جامع ستراتیژۍ اعلان کړه او لږ شان وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې وینا کښې دایران دستر ملت پرضد له تناقض او په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو او مسولیتونو  له وراچولو پرده پورته کړه .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د اټومی موافقې د روح په خلاف ورزۍ د ایران په تورنولو او دایران پرضد له غصې په ډکو خبرو سره وویل اټومی موافقه د امریکا دتاریخ ترټولو بده موافقه ده او هر وخت چې ضروری وګڼی دغه موافقه به ختمه کړی .

دامریکا ولسمشر دغه راز دایران پرضد دنویو بندیزونو خبر هم ورکړ .

https://avapress.com/vdcevz8zzjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې