په پلازمینې کابل ښار کې د ملي امنیت ریاست موظفینو د یوه خونړی موټر بم برید مخه نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کابل ولایت له چهار آسیاب ولسوالی څخه یو هېنو ډوله موټر چې د برید لپاره تیار شوی و، د یاد ریاست د موظفینو له خوا کشف او شنډ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه موټر کې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کېلو ګرامه چاودیدونکې توکې ځای پر ځای شوي وه.
د ملي امنیت ریاست په وینا، د دولت ضد وسله والې ډلې غوښتل له دغه موټر څخه په کابل ښار کې خونړی برید ترسره کړي، چې د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا کشف او شنډ کړی شوه.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه میاشتې مخکې د ورته برید په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان پر ځای پرېښودل.
دغه برید د کابل ښار د ډیپلوماټیک سیمې اړوند زنبق څلور لارې ته نږدې او د المان سفارت ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکې توکو ته چاودنه ورکړه.