دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 151137
ارګ: د ۳،۷ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۱ پروژو تړونونه منظور شول

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وايي، د ملي تدارکاتو کمیسیون په وروستي غونډه کې د ۳،۷ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۱ پروژو تړونونه منظور شوي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون  غونډه پرون ماښام په ارګ کې د یو شمېر  کورنیو او بهرنیو څارونکو په ګډون ترسره شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شویو قراردادونو کې د کابل ښار اړوند د خیر خانې  د سړکونو جوړول او قیرول، د نجارانو قلعه له څلور لارې  څخه تر تایمني پورې، له شمالي سرای څخه تر ګولایي حصه اول پورې، له ګولایي حصه اول څخه تر نجارانو قلعه پورې او له نجارانو قلعه څخه تر خشت هوختیف پورې، د غزني ولایت اړوند د قره باغ ــ جاغوري لومړۍ برخې دسړک د جوړولو قرارداد، او د کابل ــ لوګر د دوهم لین د سړک د جوړولو د قرارداد شامل دي.

ارګ ماڼی وایي، نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د دایکنډي ولایت له رباط څخه تر میر امور ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو قرارداد، له شبرغان تر سرپل پورې د سړک د جوړولو قرارداد، پنجشېر ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو قرارداد، د کابل ښار اړوند د پنځو روغتونونو لپاره (وزیر محمد اکبر خان، ابن سینا، صحت طفل، د خیر خانې او جمهوریت ۱۰۲ بستر) د عاجلو شعبو او جدي مراقبتونو د اړتیا وړ  درملو قرارداد شامل دي.

د ارګ ماڼی په وینا، د کابل برېښنا ریاست د برېښنا د ۱۲۳ قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد، د پروان ولایت اړوند پشته سرخ څخه تر غوربند ولسوالۍ پورې د برېښنا د سب اسټېشن د ۱۲ قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه غیر البسوي مصرفي توکو د تدارک قرارداد، او د ملي دفاع وزارت اړوند د پنځه عراده اور وژونکو موټرو د تدارک قرارداد هم د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا منظور شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsf0f5yt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته