د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، نهه قرارادادونه چې کابو ۳۶۰ میلیون افغاني ارزښت لري، د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا منظور شوي دي.
د ارګ مانی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شوي قراردادونو کې د کور جوړولو تصدۍ اړوند له وړاندې جوړو شویو ودانیزو توکو د فابریکې د شاپونو ترمیم او جوړول، د وروستي ډيزاین له ارزونې وروسته د افغاني ساختماني تصدۍ له لارې د پل خشتي جومات ترمیم او اساسي تحکیم، د عامې روغتیا اړوند د راډیولوژۍ انستیتوت د اړتیا وړ مصرفي توکو تدارک شامل دي.
نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د عامې روغتیا د اړتیا وړ شل زره سیټه هیمودیالیزونو تدارک، د استقلال روغتون د اړتیا وړ ۴۹قلمه تجهزات، د کورنیو چارو وزارت اړوند نقلیه وسیلو لپاره ۱۴۸قلمه پرزه جات شامل دي.
ارګ ماڼی وایي، د ملي دفاع وزارت په ۱۲مالي واحدونو کې د لګښتونو د تعقیب او د بودجې د ترتیب لپاره د ډیټابیس ـBPET قرارداد، د غوڅ ملاتړ د سیستیکا د ارزونې په شرط منظور شو.
د ارګ ماڼی په وینا، د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو د تاسیساتو د حفظ او مراقبت په خاطر د بیو په زیاتولو سره د دوو برخو تعدیل،
له بلې خوا ارګ ماڼی وایي ملي تدارکاتو کمېسیون د فراه ولایت د جوی غلامان د باغ پل سړک د جوړولو پیشنهادي قرارداد د لا زیاتې ارزونې په خاطر بېرته ور وګرځاوه.