دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۲
د مطلب کود : 156385
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶ تنه قاچاقیان نيول شوی
د افغان چارواکی وایی، څو ورځ مخکی له نشه‎يي موادو سره د مبارزې امینتی پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶ تنه قاچاقیان د نشه یی موادو په تورنيول شویی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، له نشه‎یي موادوسره د مبارزې عدلي او قضایي مرکزویاند خالد مؤحد په دی اړه رسنیو ټه ویلی، یاد ۱۶ کسان د هېواد له ۴ ولایتونو څخه د لسګونو کیلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي. ویل کږی، په یاد ۱۶ کسانو دوه په‎کې ښځي هم شامل دي. سرچنیو زیاتیوی، له دغو ‎کسانو څخه ۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۱۸ کیلو ګرامه مورفین، ۲۵ کیلو ګرامه تاریاک، ۶۹ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه نغدې پیسې او ۳ موټر هم نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcdj90fkyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته