دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 39408
هرکال ۱۳۰۰ ټنه کیمیاوي مواد افغانستان ته قاچاق کیږي
روان میلادي کال په افغانستان کښې له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې لپاره لس ملیونه ډالره لګول شوي دي .
د افغانستان له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې وزیر ضرار احمدمقبل خبریالانوته وویل افغانستان ته دکیمیاوي موادودقاچاق او دنشه ایزوتوکو دمصرف زیاتیدو په افغانستان کښې دنشه ایزونوکوکر زیات کړیاو بیه یې هم له دوه سوه سلنه زیاته لوړه کړي ده .
هغه ټینګار وکړ روان میلادي کال په افغانستان کښې له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې لپاره لس ملیونه ډالره لګول شوي دي .
د افغانستان له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې وزیر وویل په فراه ولایت کښې حکومتي چارواکې دنشه ایزوتوکودکر په زیاتیدوکښې لاس لري چې د دغو چارواکودلیرې کولولپاره به هڅې هم وشي .
له کله چې امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان یرغل کړی او دغه هیوادکښې بهرنیان پراته دي دنشه ایزوتوکوکر اوتولید څوبرابره زیات شوی دی .

سر چینه: پښتو رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwabf.rhb9gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته