کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرکال ۱۳۰۰ ټنه کیمیاوي مواد افغانستان ته قاچاق کیږي

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 حمل 1391 ساعت 13:55

روان میلادي کال په افغانستان کښې له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې لپاره لس ملیونه ډالره لګول شوي دي .


د افغانستان له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې وزیر ضرار احمدمقبل خبریالانوته وویل افغانستان ته دکیمیاوي موادودقاچاق او دنشه ایزوتوکو دمصرف زیاتیدو په افغانستان کښې دنشه ایزونوکوکر زیات کړیاو بیه یې هم له دوه سوه سلنه زیاته لوړه کړي ده .
هغه ټینګار وکړ روان میلادي کال په افغانستان کښې له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې لپاره لس ملیونه ډالره لګول شوي دي .
د افغانستان له نشه ایزوتوکوسره د مبارزې وزیر وویل په فراه ولایت کښې حکومتي چارواکې دنشه ایزوتوکودکر په زیاتیدوکښې لاس لري چې د دغو چارواکودلیرې کولولپاره به هڅې هم وشي .
له کله چې امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان یرغل کړی او دغه هیوادکښې بهرنیان پراته دي دنشه ایزوتوکوکر اوتولید څوبرابره زیات شوی دی .

سر چینه: پښتو رادیو


د مطلب کود: 39408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39408/هرکال-۱۳۰۰-ټنه-کیمیاوي-مواد-افغانستان-ته-قاچاق-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com