دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 148311
غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د کتنې پر مهال پر یوه لړ مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

ارګ ماڼی وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو تر څنګ ډيورنډ کرښې ته څیرمه ولایتونو باندې د ترسره شویو راکټي بریدونو په اړه اندېښنې مطرح او له هغې یې وغوښتل چې دغه اندېښنې د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهوررئیس غني څرګنده کړه، پاکستان باید د لندن غونډې له موافقې سره سم عملي او اساسي اقدامات وکړي او دغه بهیر دې له هره پلوه یو درېیم اړخ په بې پرې توګه وڅاري چې له تمې سره سم د دواړو هېوادونو په ګټه نتیجه ترلاسه شي.

ورپسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له جمهوررئیس غني څخه په مننې وویل، هېواد یې د سیمې د امنیت په اړه اندېښنه لري، وې ویل: د افغانستان مطرح شوې اندېښنې به د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.

ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني سیمه کې د تروریزم ګواښ ته په اشارې وویل، د ښه او بد تروریزم ترمنځ باید هیڅ فرق ونشي، ځکه دا د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره یو ګډ جدي خطر دی او د تروریستي ډلو فعالیتونه د ټولو په تاوان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfj0ffyt0os6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته