دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 152965
یونیسف: د افغانستان او پاکستان له همغږۍ پرته پولیو نه ختمیږي

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (UNICEF) وايي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ختمولو لپاره، د افغانستان او پاکستان د روغتیايي ډلو ترمنځ ګډو همکاریو او همغږۍ ته اړتیا ده.

دغې ادارې په یو بیان کې ویلي، چې د جنوبي آسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییزې مشرې جین ګاوف د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په سپین بولدک کې، هغو ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق بهیر څارلی، چې له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه افغانستان ته راستنیږي.

آغلې ګاوف په دغه بیان کې ویلي، چې سږکال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۱۴ مثبتې پیښې ثبت شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د پولیو ویروس پوله نه پیژني.

هغې ویلي "حقیقت دا دی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د روغتیایي ټیمونو ترمنځ له همغږۍ پرته له منځه نشي وړل کیدای، همدا راز د پولیو د له منځه وړلو لپاره د سپین بولدک په څېر ځایونو کې د پولې دواړو خواوو ته د ټینګې همغږۍ اړتیا ده".

د یونیسف د شمیرو له مخې، د روان عیسوي کال له جنوري راهیسې، له ۴۴۰۰۰ څخه زیات افغان ماشومان، چې له ۱۰ کلونو کم عمر لري، د پاکستان او ایران پر پولو باندې پرتو د واکسیناسیون په ۱۹ مرکزونو کې واکسین شوي دي.

دغه اداره وايي، افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي، چې ماشومان یې د پولیو په ویرویس د اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي، د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۹ او په پاکستان کې ۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9x0fkyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته