دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 138367
فغان ولسمشراشرف غنی پرون شپه د مونشن نړیوال امنیتی کنفرانس ترسره کړی
افغان ولسمشر اشرف غني له یو شمېر امریکايي او اروپايي چارواکو سره جلا جلا کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، محمد اشرف دغه لیدنې پرون په بروکسل کې د مونشن له کنفرانس وړاندې تر سره کړي دي. له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلی دی، افغان ولسمشر اشرف غنی د امریکا له دفاع وزیر جیمز متېس، د ناروې له لومړي وزیر او د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره کتلي دي. خبرپانه زیاتیوی، چې د امریکا له دفاع وزیر سره د کتنې پر مهال دواړو خواوو د بېلابېلو مسایلو تر څنګ د افغان ځواکونو د تهجیز او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبازرې په اړه هم خبرې کړې دي. سر چنیو وایی، ښا غلی غني د ناروي له صدراعظم سره په خبرو کې ویلي چې که څه هم افغانستان د سولې غوښتونکی دی خو لاهم په سیمه کې ځینې عوامل شته چې سوله د خپلو ګټو په زیان بولي. دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس په څنډه کې د المان له صدراعظمې انګیلا میرکل هم سره کتلي او د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
https://avapress.com/vdcd9j0f5yt0ss6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته