دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۵۵
د مطلب کود : 147654
د نوی دشمن په وړاندی د شیعیانو انتخابونه

 

د هرات وژنی یو ځل بیا د شیعه مومنانو اخیر کلونو غم انګیزه برخلیک یادونه تازه کړ؛ لکه د کابل سخی زیارت باندی برید د بلخ ولایت پر حسینی عزادارانو باندی تر وژنی او دهمزنګ ډګر فاجعه او باقرالعلوم مسجد عملیاتونو او مسجد الزهرا او هرات جوادیه مسجد.

په دی لړ کی د بی دفاع او بی ګناه غیری نظامیانو شیعه مسافرانو وژنی په لارو کی هم یاد کړو.

دا ټوله د افغانستان مسلمان ټولنی په وړاندی تازه جنګ شروع ښیی. که څه هم څه هم دشمن ددی جنایتونو په ترسره کولوسره  د جاری جنګ ماهیت فرقه سازی په هڅه کی دی؛ خو که منصفانه نظر وکړو نو سنی او شیعیان په یو اندازی سره ددی جنایتونو قربانی دی.

په دی حال سره، په دی لیکنه کی، په خاص صورت سره، د شیعیانو د امکان وړ انتخابونو باندی د دشمن نویو رامنځته کړی شرایطو په وړاندی، خبری کیږی.

په دی برخه کی لمړنۍ نمونه عراق دی. عراق په دی اخیرو دوو کلونو کی د تروریستانو او تکفیریانو او ملاتړ کوونکو رژیمونو له لوری سخت درانده تاوتریخوالی هدف لاندی قرار نیولی وو.

د عراق جنګ، د فرقه او مذهب په نامه شروع سو؛ خو په عمل کی، شیعیان، سنیان. ایزدیان، مسیحیان او کردان په یو اندازی سره زیان ولیدل. د عراق پر شیعیانو او سنی او مسیحی او ایزدیانو باندی سخت فاجعی رامنځه سوی چی په ډیرو برخو کی شاید د عراق په تاریخ کی بی ساری وی.

نو د عراق څخه هغه مهم لوست چی کولای سو ولولو هغه دادی چی تروریستان که څه هم د دین او مذهب ترنامه لاندی په مساجدو او مذهبی ځایونو باندی برید کوی او مسلمانان وژنی؛ خو په نهایت کی، د هغوی مقصد د جنګ او تاوتریخوالی سخت موج رامنځته کول دی چی لمړنۍ قربانیان یی، د افغانستان خلګ دی.

له دی نظره، شیعیان باید په لمړۍ سر کی د نورو فعالو مذاهبو سره اتحاد او همګرایی رامنځته کولو سره د نویو شرایطو مقابلی لپاره آماده وی.

دوهم نکته دادی چی په افغانستان کی شیعیان، د عراق په شان په اکثریت کی نه دی، ترڅو د نورو مذهبونو سره بیله کومه وحدته د تروریزم سره جنګ لپاره ولاړ سی. که هغوی مستقیمآ د تروریزم سره مقابلی لپاره ووځی. که هغوی مستقیمآ د تروریزم سره مقابلی لپاره ووځی، هم دولت به مرسته ونه کړی او هم د نورو قشرونو او طیفونو حساسیتونه سره به مخ سی.

دریم موضوع د یو مقتدر مرجع نه شتون په شیعیانو کی دی؛ هغه څه چی په عراق کی شتون درلود او وتوانیدل چی خلګو ټول ټولنیز او اعتقادی ظرفیتونه او ځواکونه د تکفیری تروریزم نابودی باندی متمرکزه کړی.

بنا پردی، په افغانستان کی تراوسه دا قومی مشران او څو نامه پسی ځوانان دی چی د خلګو پر برخلیک باندی په حکومت کی مسلط دی او ددی شرایطو څخه په ګټه اخیستنی سره غواړی چی خپل شخصی، کورنی او حزبی ګټو او امتیاز په حکومت کی لاسته راوړی.

د هغوی لپاره د خلګو برخلیک او جنګ ماهیت چی د هغوی په وړاندی شروع سوی دی، هیڅ ارزښت نه لری.

دی مسایلو ته په کتو سره شیعیان ددی نوی دشمن سره مقابلی لپاره محدود انتخابونه لری چی اساس یی د تکفیر او ترور په بنا جوړ سوی دی.

له بل لوری، جاری وضعیت په هغه شکل سره چی اوس شتون لری، د تحمل او ادامی وړ نه دی او هر څه ژیر باید ددی وضعیت څخه د وتلو لاره وموندل سی.

دشمن تراوسه په جنګ کی د حضور او استحکام په لمړنیو مراحلو کی قرار لری او که ځواکمند تمهیدات د مهار لپاره جوړ سی، بیله شکه ډیر ژیر به نتیجه ورکړی.

د رسنیزی او تبلیغاتی او کلتوری او روانی موج رامنځته کونه د دشمن ماهیت په وړاندی چی زموږ په وړاندی سر راپورته کړی، د نورو مذهبی ټولنو سره رایزنی بالخصوص اهل سنت وړونو سره، پر دولت باندی فشار راوړل د مذهبی شخصیتونو او اماکنو امنیت ساتلو لپاره، د خلګو دفاعی هستو تشکیل د خطرونو په وړاندی او استخباراتی او کشفی نهادونو سره نږدی اړیکو برقراره کول، د ضعفونو او خلاګانو خپرولو د دشمن نفوذ په وړاندی په امنیتی ځواکونو او خلګو او... کی د هغه اصلی کارونو څخه دی چی په لږ وخت کولای سی ثمربخشه وی؛ خو په اوږد مدته کی که دولت ونه سی کولای خپل سلطه او اقتدار د کابل څخه هغه خواته پراخ کړی او د تروریستی ډلو مانع وګرځی، خلګ مجبوره دی چی د ځان دفاع لپاره د دشمن په وړاندی نوی وسیلی او لاری ولټوی.

https://avapress.com/vdccpmqs02bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته