د امریکا متحده ایالتونو د لاس ویګاس په ښار کې په کنسرت وسله وال برید وشو.
د لاس ویګاس د پولیسو افسر عدن ګومز خبري رسنیو ته ویلي دي چې په لاس ویګاس کې د ماندالي بای په هوټل کې په کنسرت وسله وال برید وشو
هغه ویلي دي چې په پیښه کې د ګڼ شمیر کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د بله پلوه د لاس ویګاس د روغتون ویاندې دانیتا کوهن خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې ګڼ شمیر ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.
هغې د ټپیانو د روغتیايي حالت او دقیقې شمیرې په اړه څه ندي ویلي.
عینو شاهدانو بیا په پیښه کې د مرګ ژوبلې د اوښتو نه خبر ورکړی دی.