کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې په کنسرت وسله وال برید وشو

10 میزان 1396 ساعت 14:29

د امریکا متحده ایالتونو د لاس ویګاس په ښار کې په کنسرت وسله وال برید وشو.





د لاس ویګاس  د پولیسو افسر عدن ګومز  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په لاس ویګاس کې  د ماندالي بای په هوټل کې  په کنسرت وسله وال برید وشو
هغه ویلي دي چې په پیښه کې د ګڼ شمیر کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د بله پلوه  د لاس ویګاس  د روغتون ویاندې  دانیتا کوهن  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ددې پیښې ګڼ شمیر ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.
هغې  د ټپیانو د روغتیايي حالت او دقیقې شمیرې په اړه  څه ندي ویلي.
عینو شاهدانو بیا  په پیښه کې  د مرګ ژوبلې د اوښتو نه  خبر ورکړی دی.


د مطلب کود: 150795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150795/په-امریکا-کې-کنسرت-وسله-وال-برید-وشو

آوا
  https://www.avapress.com