دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 125874
هلمندي کروندګر وايي، د مارکېټ نشتون له ستونزو سره مخ کړي
د هلمند يو شمېر کرونده ګرو له والي وغوښتل چې کرنيزو حاصلاتو دې ورته د مارکېټ اسانتياوې برابر کړي.

د هلمند يو شمېر کرونده ګرو له والي وغوښتل چې کرنيزو حاصلاتو دې ورته د مارکېټ اسانتياوې برابر کړي.

دوی وايي، هلمند کې د هندوانو او خټکيو حاصل تر نورو ولايتونو ډېر دی خو د مارکېټ نشتون يې سوداګري له زيان سره مخ کړې. د هلمند د ناوې، نادعلي، ګرمسېر او بولان یو شمېر کروند ګرو په دې لیدنه کې شکایت وکړ، چې تیر کال د دوی حاصلاتو لپاره د بازار نشتوالي له اقتصادي زیانونو سره مخ کړل. د هلمند والي له کرونده ګرو سره ژمنه وکړه چې د اړونده ادارو په همکارۍ به يې ياده ستونزه هواره کړي.

نوموړي له دوی سره په کرنيز سيستم کې د لا نورو اسانتياو ژمنه هم وکړه.

هلمند چې د نور هېواد په پرتله پکې کرنه ډېره کېږي، د مالوم مارکېټ نشتون يې هغه ستونزه ده چې ځينې وختونه د کرونده ګرو کړی تاوان هم نه راګرځوي.

ډېری وخت کروند ګر د پاکستان په سوداګرو خپل کرنيز توکي له دې امله پلوري چې هلمند کې مارکېټ نه لري.


https://avapress.com/vdccmpqs02bqi48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته