دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 145448
د هلمند ولایت په امنیتي ادارو کې نوې بدلونونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په سویل هلمند ولایت کې په امنیتي ادارو کې د یو لړ نوې بدولونو په اړه خبر ورکړ.

د یاد وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال مراد علي مراد تیره ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې مل پاسوال غلام داود تره خېل د پوليسو د ۵٠۵ بست زون د نوي قوماندان او مل پاسوال عبدالغفار صافى د هلمند ولايت د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی.

د هلمند ولایت مقام هم وایي، د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم په اساس مل پاسوال محمد داود تره خېل د ۵۰۵ بُست زون قومندان او مل پاسوال عبدالغفار صافی د امنيه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر جنرال مراد علي مراد د خپلو خبرو پر مهال له مخکني امنيه قومندان پاسوال اقانور کينتوز او د زون سرپرست مل پاسوال محمد رحيم چخانسوري څخه مننه وکړه، چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې هلمند کې خپله دنده سرته ورسوله.

ښاغلي مراد وويل، ددې تازه بدلونو په هکله حکومت خپله تصميم نيولی، ترڅو په دې ولايت کې امنيتي وضعيت او دپوليسو په ليکو کې پراخ اصلاحات رامنځته شي.

هغه زياته کړه “په حکومت کې هيڅ مقام او بنسټ د چا ميراثي نه دی او څنګه چې حکومت لازمه ګڼي تغير او تبديل رامنځته کوي.”

جنرال مراد وويل د حکومت له لوري هلمند ته په امنيتي برخه کې د ۳۳ ولايتونو په نسبت ډېره پاملرنه ده او هيله شته چې د ولسونو په سالمې همکارۍ سره به وضعيت کې ښه بدلونونه راشي.

نوموړي نوي ټاکل شوي امنيه قومندان ته په اشارې سره وويل “صافی يو پاک، صادق او انصافداره جنرال دی، د هغه ملاتړ وکړئ او ورڅخه د هلمند په ګټه کار واخلئ.”

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbasb8wrhbaap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته