دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 138392
د پاکستان د راکتی بریدنو په لړ کی د هیواد امنیتی مقامات ننګرهار ته ولاړ
د تیرو دری ورځو په جریان کی، د ۴۰۰ راکتونو په شاوخوا د هیواد پر ختیځی ولایتونو باندی وتوغول سو او ددی بریدونو په لړ کی، امنیتی ارشد مقامات د وضعیت د څیړلو لپاره ننګرهار ته ولاړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، جنرال محمد رادمنش د ملی دفاع وزارت ویاند معاون وویل: مرزی تخطی ګانی د پاکستان له لوری صورت نیولی دی.
د دفاع وزارت ویاند معاون ټینګار وکړ: د پاکستان مرزی تخطی ګانی به د دیپلوماتیک لاری وڅیړی؛ خو که جریان پیدا کړی، اردو د هغه رسالت په اساس چی یی لری، د افغانستان جغرافیایی دفاع پر اردو باندی فرض دی او اجرا به کړی.
هغه وویل: هغه وضعیت چی هلته منځته راغلی دی، لوی درستیز یو ځل قطعات وینی او احضارات ووینی، لکه څنګه چی خبر لری موږ د ننګرهار په کوت کی یو عملیات لرو، د اردو د فعالیتونو د تنظیم او ترتیب لپاره د تروریزم په وړاندی د مبارزی لپاره او د عملیات د ترسره کولو لپاره لوی درستیز جلال آباد ته تللی دی او یقینآ به وضعیت د نږدی څخه تر مراقبت لاندی ونیسی.
په همدی حال کی، عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند امریکا غږ ته وویل: امنیتی ځواکونو ته د آماده باش امر سوی دی او همدارنګه قدم شاه شهیم د افغانستان اردو ځواک لوی درستیز، جنرال عبدالرحمان او ادیب فهیم د ملی امنیت ریاست لومړی معاون د راکتی بریدونو د څیړلو لپاره ننګرهار ته تللی دی.
د هغه په وینا، د دولت په لوړو برخو کی هڅه روانی دی ترڅو د پاکستان راکتی بریدونه د دیپلماتیک لاری حل کړی: که ددی لاری څخه حل نه سی، د افغان ځواکونه مشابه عمل ته آماده دی.
د ننګرهار والی ویاند په وینا تقریبآ ۳۰۰ په شاوخوا راکتونه د جمعی ورځی څخه تر ننه پوری د لعل پور پر ولسوالی باندی توغول سوی دی. تر اوسه ددی بریدونو د ځانی تلفاتو څخه خبر نسته؛ خو د ننګرهار مقامات ویلی دی چی ۲۰۰ په شاوخوا کورنی خپل کورونه پریښی دی.
ددی بریدونه ددی لامل سوی دی چی د لعل پور اوسیدونکی نن د پاکستان په وړاندی لاریون وکړی.
له بلی برخی د کنر والی وویل: برایی د ۷۰ راکتونو په شاوخوا د دیورند خط دهغه لوری څخه د سرکانو او خاص کنر پر ولسوالیو باندی توغول سوی دی.
هغه وویل دا بریدونه، پر غرنی سیمو باندی سوی دی او دهغه تلفاتو په اړه هم معلومات نسته.
مقامات ویلی دی چی د پاکستان مرزی ځواکونو شمیر د ننګرهار او کنر ولایت مرزی ساحاتو کی ډیر سوی دی.
ځینی مقامات بیا ادعا کړی دی چی پاکستان غواړی په راکتی بریدونو سره، د داعش په وړاندی بریدونه په کوت او ده بالا ولسوالیو کی ترسره کړی.
په همدی حال کی، په کابل کی د کنر ولایت د ځینی قومی مشرانو سره په کتنه کی عبدلله اجراییه رییس ویلی دی چی د حکومت هڅی د راکتونو بریدونو د درولو لپاره شروع سوی دی.
پاکستان تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
خو د جمعی په ورځ د افغانستان خارجه وزارت د پاکستان سفیر ابرار حسین احضار کړ او حکمت خلیل کرزی د افغانستان خارجی وزارت سیاسی معین، د پاکستانی ځواکونو آخری بریدونو په اړه چی د افغانستان پر ختیځو سیمو سوی دی د وضاحت غوښتونکی سو.
https://avapress.com/vdcb9wb85rhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته