دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 155004
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت  ۹ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې چې پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه د ۴،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه منظور کړل.

· د حیرتانو-مزارشریف اورګاډي پټلۍ د حفظ و مراقبت، عملیاتو او مدېریت پروژې قرارداد ورکړه؛

· د فراه ښارد ۱۲ کیلو متره په اوږدوالي داخلي سړکونو د جوړولو پروژې د قرارداد ورکړه؛

· د افغانستان برېښنا شرکت اړتیا وړ تجهیزاتو لکه ترانسفرمرونو د تدارک د قرارداد ورکړه؛

· د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیلنګ سیستم د حفظ و مراقبت پروژې د قراداد ورکړه؛

· په کندهار ښار کې د ولسي تړون پروژې د تطبیق په خاطر د همکار موسسې د استخدام پروژې د قرارداد ورکړه؛

· د کابل ښاروالۍ اړتیا وړ کثافت دانیو د تهیه او تدارک پروژې قراداد ورکړه د بودجې د موجودیت په شرط منظور شوه.

· د کنړ ولایت سیدجمال الدین پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او سولر سیستم د تهیې او تدارک پروژې قرارداد ورکړه؛

· د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړتیا وړ وسایطو د کرایه کولو پروژې قرارداد ورکړه؛

· د بودجې دموجودیت په شرط د مالیې وزارت د STM-۴ انټرنیټي خدمتونو د تهیه او تدارک پروژې قرارداد ورکړه؛

دغه راز له بغلان نه تر کابل پورې د KW ۵۰۰ برېښنالېږد لین د تجهیزاتو، ډیزاین او جوړولو پروژه کې د زیاتوالي تعدیل منظور کړ چې د دې تعدیلاتو په رامنځته کېدو سره به دا ولایتونه د دې پروژې تر زیات پوښښ لاندې راشي.

ملي تدراکاتو کمېسیون د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو پرسونل د هوايي انتقالاتو پروژې قرارداد تعدیل هم تائید کړ.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د تحقق پر ځینو برخو چې د ملي دفاع، کورنیو چارو، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ او لوړو زده کړو وزارتونو غونډې ته وړاندې شوې وې، لازم تصميمونه ونيول شول او مسئولینو ته د غوښتل شویو اجرااتو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.

غونډې د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي، محروقاتو او حفظ و مراقبت تاسیساتو د قراردادونو په اړه دې وزارت ته لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو د ملي پولیسو د اړتیاو پوره کولو او لازیاتې رسیدګۍ په خاطر عاجل اقدامات وکړي.

کمېسیون دغه راز د انرژۍ او اوبو وزارت د معمولي څراغونو پر ځای د کم مصرفه څراغونو LED وړاندیز تائید کړ. دغه راز یې دReal Time Data Management System پروژې د جوړولو په خاطر د ترلاسه شویو آفرونو د ارزونې په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وړاندیز هم منظور کړ.

د هېواد جمهوررئیس د اورګاډي پټلۍ پر قرارداد د بحث پرمهال او دغه راز یې په ترکیه، هند او مالیزیا هېوادونو کې افغان محصلېنو ته د بورسونو د لګښتونو په اړه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښونې وکړي چې د روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت جوړولوپه خاطرمشخصې او ګټورې طرحې ترتیب او وړاندې کړي.

په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصادي کمېسیونونو په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د څارنې ځانګړې ادارې (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا څارونکو هم حضور درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawmn6y49nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته