دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 154825
په افغانستان کې د روسي وسلو پر خلاف د امریکا نوې اقدام او د مسکو غبرګون

روسي چارواکو ادعا کوي چې د امریکا متحده ایالاتو له افغان چارواکو غوښتی دی چې د روسي کلاشنکوف وسلو پر ځای له امریکایي وسلو کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف تیره ورځ تیره د روسیې په پارلمان کې د وینا پر مهال وویل چې امریکايي چارواکي غواړي کابو ۵۰ زره کلاشنکوف وسلې د افغان امنیتي ځواکونو له واک څخه راټول کړي او پر ځای یې امریکایي وسلې وپېري.

نوموړی زیاته کړه، چې دغه ۵۰ زره کلاشنکوف وسلې او د دغو وسلو مهمات د روسیې حکومت له خوا په وړیا ډول افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.

هغه دا هم ویلي چې د روسیې حکومت له افغان چارواکو غوښتې چې په دې اړه مسکو ته معلومات ورکړي خو تر اوسه افغان چارواکي څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې ویلي وو چې د پخوا په څېر د روسیې حکومت چمتو دی ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه د افغان پوځ د تجهیز په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

خو امریکایي چارواکي وایي د واشنګټن او مسکو ترمنځ د شته ستونزو له امله نشی کولاي د افغان پوځ لپاره روسي وسلې وپېري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauyn6m49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته