دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 148525
ولی باید د استقلال ورځی څخه ښه لمانځنه وکړو!؟

 

 

په ۱۹۱۹ میلادی کال کی، یعنی سم ۹۸ کاله مخکی، افغانستان د جاپان هیواد سره یوځای خپل استقلال د بریتانیا(انګلستان) څخه واخیستل؛ هغه استقلال چی ددی هیواد د زرهاوو شهیدانو په وینه لاسته راغلی وو. دا آزادی مبارزه، ایثار او پایداری ته اړتیا درلود؛ که څه هم امان الله خان د خپل ترقی غوښتونکی ارمانونو لپاره، د خپل مشروطه غوښتونکی یارانو په مرسته د استعمار ګرانو سره په تقابل کی ودرید او وویل چی ترڅو چی د هیواد استقلال د استعمارګرانو څخه وانه اخلم، آرامتیا ته به ونه رسیږم، خو د هغه دا حرکت د خلګو پراخ ملاتړ سره مخ سو. د خلګو د همراهی په ترڅ کی، انګلیس ماته وخوړه او افغانستان استقلال لاسته راوړه.

استقلال په حقیقت کی، تکامل او د حکومت او خلګو اراده په اقتصادی، سیاسی،کلتوری، ټولنیز او نظامی برخو کی دی ترڅو هیڅ خارجی اراده د ملت او دولت پر ارادی باندی اغیزه ونه لری او استقلال په دی مفهوم سره لاسته راځی.

د افغانستان دا استقلال د اوسنۍ وضعیت سره څومره معنی ورکوی او آیا اوس حقیقی استقلال لرو او که نه؟ هغه بل بیل موضوع دی چی باید بیل وڅیړل سی، خو دا چی ولی د استقلال ورځ ښه ولمانځو او ښه تجلیل کړو او کوم اړتیاوی ایجابوی؟ ځینو نکاتو ته اشاره کوو:

۱: د افغانستان خلګ په اخیرو ورځو کی د تروریستی هدفمندو بریدونو او قومی-مذهبی اختلافاتو منځته راوړنی لپاره بریدونو شاهدان وو چی که دا مسئله جدی ونه نیول سی، تروریستان او د هغوی ملاتړ کوونکی به په آسانۍ سره خپل خرابو مقصدونو ته ورسیږی، نو پر دولت باندی لازم دی ترڅو دا جدی ونیسی او د افغانستان استقلال ورځی لمانځلو په بهانی سره، دولت هڅه وکړی د حکومت او خلګو ترمنځ فاصله لنډه کړی او د خلګو ترڅنګ ودریږی او د تروریستانو نقشی له منځه ولاړ سی.

۲: د یو څه وخت راهیسی د ځوانانو په افکارو کی د استقلال غوښتنی او آزادی روحیه کمزوره سوی دی، نو دا اړتیا دی چی ددی ملی ورځو په لمانځلو سره، دا روحیه پیاوړۍ سی.

۳: د آمریکا سره امنیتی-نظامی بی ثمره پیمان امضا چی د ځینو کسانو لپاره یو مهم لاسته راوړنه بلل کیده، د ناامنیو په ډیریدو او ځینو ولایاتو سقوط، دا شکاره کړ چی دا پیمان کوم ګټه نه درلوده او یواځی یو بی اساسه او پوچه پیمان وو او آمریکا ته یو بااعتماد شریک په حیث نه سو کتلای؛ نو یواځی څیز چی د افغانستان روشانه راتلونکی لپاره ورته اړتیا لیدل کیږی، په هیواد کی ټولو وحدت پایو استحکام او داخلی توان باندی تکیه کول دی.

۴: د افغانستان خلګ ددی خاوری اوبو او خاوری ساتنی لپاره ډیر رشادتونه د ځانه شکاره کړی دی؛ لکه د انګلیس او طالبانو سره مبارزه. استقلال او خاوری سره مینه به د خلګو ملاتړ سبب وګرځی چی خلګ د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ وکړی ترڅو امنیتی ځواکونه هم د ملت په ملاتړ سره د تروریستانو په وړاندی په قاطع ارادی سره ودریږی.

۵: د استقلال څخه لمانځنه سربیره پردی چی همبستګی او هم پذیری پراخوی، ددی سبب هم ګرځی ترڅو خلګ په هوشیاری او بصیرت سره د مدرن استعمار اهدافو څخه پوهه ترلاسه کړی او پرینږدی ترڅو استعمارګران د هیواد داخلی چارو کی لاس وهنه وکړی او د وخت په تیریدو سره، د مداخله کوونکو لاسونه لنډ کړی.

ددی تاریخی او ملی ورځ ارزښت ته په کتو سره، باید دا ورځ هم په مجازی فضا او هم په حقیقی فضا کی ولمانځل سی او همدارنګه دولت هم د خلګو ترڅنګ ودریږی او خلګو څخه ملاتړ وکړی.

 

https://avapress.com/vdcauan6m49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته