د ارګ د رسنیو دفتر خبر ورکوي، چې نن له غرمې وروسته د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د افغانستان د فواید عامې وزارت او”کینگداو” چینایي ساختماني شرکت ترمنځ د ترانس هندوکش نښلوونکې پروژې قرارداد لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا پروژه، چې نړیوال بانک یې تمویلوي او فواید عامې وزارت یې پلې کوي له بغلان څخه تر بامیان پورې د ۱۵۲ کیلو متره سرک جوړول او دغه راز په کې د تونل په ګډون د سالنګ د لویې لارې د ۸۶ کیلو متره سرک اساسي ترمیم هم شامل دی.
د چین هېواد یاد شرکت ژمنه کړې، چې د د دغو لارو د سړک جوړولو کار به پخپل وخت او ښه بڼه ترسره کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)