دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 150450
عبدالله عبدالله وایي هند ته د ده سفر د خبرو کولو یو مهم فرصت دی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس هندوستان ته خپل راتلونکی سفر له هغه هېواد سره پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو کولو په هدف، یو مهم فرصت بولي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې تر پیل دمخه خبریالانو ته خبرې کولې ویې ویل چې دغه سفر یې تر ډېره پر سوداګریزو او اقتصادي مسایلو راڅرخي، خو په خبره یې، دی به له هندي چارواکو سره د یو شمېر لویو پروژو په اړه هم خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په دغه سفر کې زموږ ډېر تمرکز د هندوستان، افغانستان او امریکا تر منځ په سوداګریزو اړیکو دی چې د درېیو واړو هېوادونو پانګه وال برخه اخلي او تر څنګ له هندي چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرو."

ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کابینې یو شمېر غړي او شااوخوا ۲۰۰ سوداګر به هم ورسره وي، نوي دهلي ته سفر وکړي.

اجرائیه ریاست وايي، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا له کابل سره دا مرسته کوي چې ټاکلي اهداف تر لاسه او په سم لوري قدمونه کېږدي.

دا په د اسې حال کې ده چې کابل او نوي ډهلي دوه میاشتې مخکې، د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ د پراختیا په هدف، هوايي دهلیز پرانېست او هغه هېواد د چهابهار له لارې هم له افغانستان سره سوداګرۍ ته لیواله دی.

هندوستان له افغانستان سره د بېلابېلو زیربنايي پروژو د جوړولو په برخه کې هم، درې ميلیارده ډالر مرسته کړي چې د اجرائیه رئیس په وینا، د پراختیايي پروژو د کار د چټکتیا په اړه به هم له هندي چارواکو سره وغږېږي.

هند ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د هند د لومړي وزیر سره پر کتنې سربېره به، نوموړی د افغانستان او هند په یوه ګډ سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamwn6w49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته