دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 135407
د پاکستان سره اړیکه، د افغانستان د خارجی سیاست ړانده غوټه
عبدالله عبدالله؛ د اجرایی رییس، د چهار شنبی په ورځ په کابل کی وویل د نړی د هڅو پواسطه، پاکستان تر اوسه پردی باندی باور نه لری چی جنګ په افغانستان کی ددی هیواد په ګټه نه دی.
ښاغلی عبدالله وویل: په تیر ۱۵ کالو کی داسی حالت نه دی راغلی چی زموږ ګاونډی پر دی باندی باور ولری چی په جنګ کی د تروریستی ډلو څخه ملاتړ، د افغانستان منافع او دهیڅ بل هیواد منافع نه تامینوی.
حکمت خلیل کرزی؛ د خارجی وزارت د سیاست معین هم ځینو غربی هیوادوته په انتقاد سره وویل چی دا هیوادونه د تروریستی ډلو د مصارفو تامینوونکو سره اړیکه نیولی دی؛ خو په دی اړه ډیر معلومات ورنه کړ.
محکمت خلیل کرزی، وویل: د پاکستان سره په اړیکه کی، پرمختګونه او ناستی وو چی معکوس نتیجه ورکړ؛ ځکه چی پاکستان موږ ته نور نیک نیت نه درلودی. سوله په افغانستان کی، په منطقه کی به د ثبات لامل سی او که په منطقه کی ثبات راسی، منطقه به ډیر رشد وکړی.
کرزی وویل: ځینو غربی هیوادوته یو مد جوړ سوی دی چی د تروریستی ډلو تمویل کوونکو سره اړیکه پیدا کړی؛ خو هغه واقعیت چی ورسره مخامخ دی نه درکوی.
د ښاغلی عبدالله اظهارات؛ رییس اجرایی په داسی حال کی د پاکستان په اړه بیانیږی چی د ډیرو منتقدانو په باور، تر اوسه د افغانستان خارجی سیاست د پاکستان په مقابل کی د کافی اندازی انسجام او یا محکموالی څخه برخمن نه دی.
ددی ناظرانو په باور، په داسی حال کی چی پاکستان د ټولو رژیمو په وړاندی په کابل کی بیله د طالبانو رژیم، هر وخت یو ډول سیاست مخته نیولی دی چی په افغانستان کی د خصومت او ناامنی لامل سوی دی؛ خو د کابل خارجی سیاست هیڅ وخت د پاکستان سره د اړیکی په وړاندی، کافی، هماهنګ او منسجم نه وو او د هیواد د ملی منافعو څخه نه وو جوړ سوی.
دا خاصیت بالخصوص د ملی وحدت او ښاغلی کرزی په دوره کی، ډیر تر سترګو کیږی.
دهغه وخت راهیسی چی د ملی وحدت حکومت صحنی ته راغلی دی همغه پخوانی سیاست د پاکستان په وړاندی نیولی دی چی د کرزی څخه په میراث پاته دی؛ خو داسی معلومیږی چی دا سیاست نور یو ختمیدونکی او بی نتیجی ځای ته رسیدلی دی؛ ځکه چی ددی ډول سیاستونو استراتژیستونه او تئوریسینونه، د پاکستان و سیاست ته په کتو سره هیڅ وخت کوم نتیجی ته چی باید ورسیږی، نه رسیږی او دا د پاکستان اداره کوونه دی چی کابل په هیله منتوب او بیره کی، هیڅ وخت کوم قاطع او ثابت نتیجی ته ونه رسیږی.
د افغانستان د سیاست پر تصمیم ګیریو باندی دوه ګونی حاکمیت هم پاکستان ته دا امکان ورکړی دی تر څو ددی فضا څخه په استفادی سره، د خپل پخوانی سیاست په مخته وړلو کی نور هم بریالی پاته سی.
ددی دوه ګونی د نشانو څخه، د پاکستان پر ضد د ښاغلی عبدالله او دهغه اطرافیانو موضع ګیری او له بلی خوا د هغوی د سیاسی رقیب محافظه کاری، مصلحت ګرایی او عاقبت لیدنه دی. دا دوه ګونی توب، د پاکستان لپاره نور هم د استفادی لپاره زمینه برابر کړی دی.
په دی منځ کی، د حکمت خلیل کرزی اظهارات؛ د خارجی وزارت د چارو سیاسی معاون خو لږ هیله مند په نظر رسیږی.
دا اظهارات چی پورته ورته اشاره وسوه، شکاره کوی چی کابل، په نهایت کی، دی نتیجی ته رسیدلی دی چی د پاکستان په وړاندی نور ځواب ویونکی نه دی. پاکستان باید تنبیه سی؛ هغه تنبیه چی شاید یو وسیله یی د خارجی هیوادو او د پاکستان د هیواد د رقیبانو او دشمنانو سره د اړیکی پراخوالی دی. دا رویکرد، پاکستان په منطقه کی، منزوی کوی او د اسلام آباد سیاستونه د بین المللی تروریزم په ملاتړ کی د بندون و ماتی سره مخامخوی.
په دی حال کی او ددی لپاره چی د پاکستان سره اړکیه د یو ړانده غوټی په شان د افغانستان په خارجی سیاست کی حل سی یو د بریالی توبونه څخه د افغانستان په حکومت کی د دوه ګونی توب له منځه وړل دی. تر هغه وخته چی دادوه ګونی توب له منځه یونه وړل سی، پاکستان به همداسی خپل ضد افغانستانی رویکردونو بریالی توبونو باندی به باور ولری.
https://avapress.com/vdcfxtdyew6dmja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته