دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 132323
د افغانستان د سولی غوټه د عربستان په لاس خلاصیږی؟
سعودی عربستان ویلی دی چی خپل ټول امکانات په افغانستان کی د سولی لپاره دی هیواد ته په اختیار کی ورکوی. دا مطلب ملک سلمان( د سعودی عربستان پاچاه ) د عبدالله عبدالله سره په کتنه کی وویل. د ښاغلی عبدالله یو ویاند وویل چی ملک سلمان پر درو نکتو ټینګار وکړ: لومړی داچی عربستان خپل ټول امکانات د افغانستان د سولی د تامین لپاره دی هیواد ته ورکوی، دوهم طالبان باید د سولی د شکاره کولو لپاره خپل تروریستی حملو ته خاتمه ورکړی او دریم عربستان د افغانستان او پاکستان سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی. اجرایی رییس هم د عربستان پر مهم نقش باندی په ټینګار سره، ددی هیواد د مرستی غوښتونکی سو چی د تروریستی ډلو عایداتی سرچینی وچ کړی او په افغانستان کی د سولی د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړی او وویل چی د افغانستان ګاونډی هیوادونه د تروریستی ډلو څخه هم ملاتړ کوی. دافغانستان مقامات کلونه دی چی په دی تلاش کی دی ترڅو د عربستان سعودی ملاتړ دسولی د روند لپاره حاصل کړی. عربستان نږدی اړیکی د پاکستان سره لری. کارپوهان وایی چی دسعودی مقاماتو دا وعده کیدلای سی مثبت وی؛ خو د سعودی رژیم مخکنی سیاستونه د افغانستان دسولی لپاره کوم څه نه اثباتوی. عربستان سعودی د ډیرو پوهانو په باور خپله د تروریستی او مذهبی افراطیانو د صدور مرکز دی او ددی هیواد لوی زیرمی ددی تروریستی ډلو په فعالیتونو کی مصرفیږی. د طالبانو د رژیم د استقرار په وخت په افغانستان کی د سعودی دربار، اړیکی د طالبانو سره درلودی؛ ددی ترڅنګ چی دا هیواد داسلام آباد اصلی او کلیدی ملاتړو څخه بلل کیږی بالخصوص دمذهبی افراط ګرایی په برخه کی او وهابی فکرو په برخه کی. دی موضوعاتو ته په توجه سره، پوهان وایی چی د اجرایی رییس غوښتنی د سعودی پاچاه څخه واضح او بی پرده وو: د بین المللی تروریزم د عایداتی او مالی سرچینو قطع والی او پر پاکستان باندی فشار راوړی تر څو د افغانستان د سولی په برخه کی خنډ رامنځته نه کړی. دی غوښتنو ته په توجه سره او هم دی وعدوته په کتو سره، آیا کیدلای سی هیله ولرو چی عربستان سعودی خپل پراخ ملاتړ او ایدئولوژیک مرستی د تروریزم څخه قطع کړی او د افغانستان د سولی لپاره مرسته وکړی؟ پوهان وایی چی دا پوښتنی د هغو بدګمانیو او تردیدونو په نتیجه کی دی چی عربستان د خپلو وعدو په ترسره کولو کی صداقت ولری. د څیړونکو په باور، که سعودی عربستان صادقانه او زړه سواند عمل وکړی، کولای سی جنګ په افغانستان کی ودروی او زموږ په هیواد کی د بین المللی تروریستانو د رشد مخه ونیسی. دا هیواد په خپلو مالی مرستو سره تروریزم ته ژوند ورکوی او هغه ته پراختیا ورکوی، په همغه اندازه امکان لری چی دا مرګباره پروژه ودروی. د سعودی مرسته د تروریستانو سره په افغانستان کی دهغه وخت څخه معلوم دی چی عربی تروریستان د اسامه بن لادن په رهبری د امریکا او عربستان او پاکستان په ملاتړ سره، افغانستان ته د شوروی سره د جهاد لپاره داخل سو او دهغه وخت څخه د بین المللی تروریزم فعالیتونه زموږ په هیواد کی شروع سو. بنا پردی، په همغه ډول سره چی د سعودی شاهزادو حمایت د سپتامبر د یوولسمی د حملو څخه افشا سو په افغانستان کی د عرب او غیری عرب تروریستانو اړیکه هم هغه څه نه دی چی دانکار وړ وی. که سعودی خپل سیاسی ملاتړ د پاکستانی تروریستانو څخه قطع کړی او اسلام آباد تر فشار لاندی راولی، کولای سی لوی مرسته د افغانستان د سولی د تامین لپاره وکړی؛ خو دا کار په ډیرو مسایلو پوری اړیکه لری بالخصوص د ریاض د رژیم منافع د افغانستان په ناامنی کی، ددی هیواد اړیکه د پاکستان سره، دترور او تکفیر راتلونکی په منطقه کی او هم د هغه نقش د سلفی تفکر په پراختیا کی.
https://avapress.com/vdcj88evtuqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته