دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 97345
۳۷ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  کندز ، زابل ، لوګر ، غزنی ، پکتیکا او غور ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۷ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ، ۲۴ تنه ټپیان او۱ تن د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه  وسلې  او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۱۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د بلخ ، خوست  او هرات ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcftmd1.w6dejaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته