دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 91885
انتونوف: د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان وضیعت خراب شي
د روسیې د دفاع وزارت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد د وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د روسیې د دفاع د وزارت مرستیال ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې د سخت دریځو او ترویستي ډلو له خوا د ګواښونو اندېښنه شته او مسکو به هڅه وکړي، چې په ټول توان په منځنۍ اسیا کې افغانستان ته د نژدې پرتو متحدینو امنیت باوري کړي.
روسي چارواګي ګومان کوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هېواد کې وضیعت خراب شي.
د روسیې د دفاع وزارت چارواکې وايي، له همدې کبله هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا کې د خپلو متحدو هېوادونو د امنیت د ټینګښت لپاره اقدامات وکړي.
د انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت د مرستیال اناتولي انتونوف له خولې وايي، د روسیې د دفاع وزارت په افغانستان او خواشا سیمو کې پرمختګونه له نژدې څاري.
نوموړي ویلي، موږ ویره لرو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بشپړیدو سره به په دې هېواد او سیمه کې وضیعت خراب شي.
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال زیاته کړې امنیتي ګواښونو د هغو تندلارو او تروریستي ډلو له خوا دي چې له بده مرغه اوس هم په افغانستان کې فعال دي.
د نوموړي په وینا په داسې یو وضیعت کې به روسیه په سیمه کې د خپلو متحدینو تاجکستان او قرغزستان امنیت ته لومړیتوب ورکړي.
د اناتولي انتونوف په وینا د دې هېوادونو په خاورو کې د روسي پوځي اډې د دوی د امنیت تضمین دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي، تراوسه پورې یې په دې دواړو هېوادونو کې د خپلو پوځي اډو د جنګي وړتیاوو د زیاتولو لپاره ډیر څه کړي په ځانګړې توګه په هوايي برخه کې.
د انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د دفاع د وزارت د مرستیال له خولې وړاندې ویلي، موږ د تاجکستان او قرغزستان وسلوالو ځواکونو ته پراخې پوځي او تخنیکې مرستې برابرو، څو د افغانستان له خاورې څخه د تروریزم او مخدره موادو د احتمالي خطر په وړاندې چمتو و اوسي.
د روسیې دفاع وزات چارواکو ویلي، د تاجکستان او قرغزستان د دفاع وزارت مرستیالان به په مسکو کې په جوړیدونکې د نړېوال امنیت په نوم راتلونکې کانفرانس کې څرګندونې وکړي.
د انتونوف په وینا مسکو به یې له دوی واوري چې د ګډ امنیت په برخه کې نور کوم ګامونه سره په ګډه پورته کولی شي څو په افغانستان کې د وضیعت د خرابیدو په صورت کې د منځنۍ اسیا هیوادونه د تروریزم له خطره خوندي وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwva3.t1azv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته