دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 92002

راپورونه وایي، د چین د ناکراره شینجین ایالت په پلازمینه اورومچې کې نن په حملو کې یو شمېر کسان ووژل شول.
د چین سینخوا دولتي خبري اژانس وایي، دغه حملې هغو بریدکونکو وکړې چې دوه موټریې یوه ګڼه ګوڼي مارکیټ ته دننه او د دروازو له ښیښو یې چاودیدونکي مواد د خلکو خواته ګذارکړل. د وژل شویو کسانو دقیق شمیرندی اعلان شوی.
د اورومچې اکثریت اوسیدونکي د اویغورمسلمانان دي.
یوه عیني شاهدانو سینخوا ته وویل، نن سهار د حملې په جریان کې یې شاوخوا لس قوي غږونه واوریدل.
د چین دغه د طبیعي زیرمو بډایه لویدیځ ایالت په ورستیو میاشتو کې د شخړو د زیاتیدو شاهد دی.
پیکینګ وایي، په سیمه کې د بیلتون پالو له لوري چې اسلامي سخت دریځي او بهرنۍ ډلې یې ملاتړکوي، له تروریستي ګواښونو سره مخامخ دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauwno.49nuw1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته